روزنامه هیواد

کروشىا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارىو ته دوام ورکوی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهور رییس محمد اشرف غنی د کروشىا له جمهورې رییسې مېرمن کولىندا ګرابار کىتاروىچ سره چې د لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلې وه، وکتل.په دغې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍکې وشوه، دواړو لورو د دوه اړخىزو اړىکو د پراختىا، د افغانانو په رهبرۍ او مالکىت د سولې، اوربند، دترهګرۍ ضد مبارزې، راتلونکو ټاکنو او د هر اړخىزو مرستو په اړه بحث او خبرې وکړې.د کروشىا جمهورې رییسې ووىل: له افغانستان سره ځانګړې مىنه لری او هېواد به ىې د غوڅ ملاتړ مامورىت په چوکاټ، اقتصادی، روغتىاىی، ټولنىزو، انکشافی  او فرهنګی برخو کې همکارىو ته ادامه ورکړی.مېرمن کولىندا ګرابار کىتاروىچ ووىل: هېواد ىې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامىن غوښتونکى دى. نوموړې جمهور رییس غنی ته بلنه ورکړه چې د اقتصادی ټىم او خصوصی سکتور د استازو په ملتىا په مناسب وخت کې کروشىا ته سفر وکړی.جمهور رییس غنی مېرمن کولىندا ګرابار او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ کروشىا ته د سفر د بلنې له امله له دې څخه مننه وکړه.جمهور رییس د افغانستان د خلکو په استازىتوب په بېلابېلو برخو کې د کروشىا د همکارىوقدردانی وکړه. ده ووىل: د اروپا بازارونه زموږ لپاره زىات ارزښت لری او د دواړو هېوادونو تخنىکی ټىمونه به د افغانستان زعفرانو، جلغوزىو او نورو صادراتی توکو ته د بازارموندنې لپاره ګډ کار وکړی دغه راز اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبد الله پرون له مېرمن کولیندا ګرابار کیتاروویچ سره په کتنه کې افغانستان ته خپل راتګ ارزښتناک وباله. ډاکترعبدالله عبدالله په مزارشریف کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو په چوکاټ کې د افغانستان له امنیتی ځواکونو سره د دغه هېواد د عسکرو د مرستو او همکاریو له امله قدردانی وکړه او ویې ویل چې په اوسنیو شرایطوکې له ترورېزم سره دمبارزې، د سولې د تامینولو او د راتلونکو انتخاباتو په لاره کې د افغان ځواکونو ملاتړ ډېر مهم دى.ډاکتر عبدالله عبدالله له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې د سیمې او نړۍ دهېوادونو  د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې تروریزم ګډ نړیوال ګواښ دى او ور سره مبارزه د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاریو ته اړتیا لری. میرمن کولیندا ګرابارکیتاروویچ له ترهګرۍ سره په مبارزه او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ او مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید