روزنامه هیواد

کرنه او اقتصادی پىاوړتىا

د هېواد په سهىل لوېدىځ کې پروت تارىخی لوى کندهار د نږدې اته څلوېښت زره کیلو متره مربع زراعتی مځکې او پراخو سپېرو دښتو په لرلو د مرکز په ګډون د دامان، شاولی کوټ، مىوند، غورک، ارغنداب، پنجوایی، رېګ، شورابک، سپىن بولدک، ارغستان، معروف، خاکرىز، ډنډ، نېښ، ژېړی، تخته پل او مىانشىن په ولسوالىو وېشل شوې ګډه جغرافىه لری. په دغه ولاىت کې شته آبادو کرنىزو مځکو، د انارو او انګورو په ونو پوښلو سمسورو باغونو د اقتصادی پىاوړتىا تر اړخه ورته د پام وړ ښکلا هم په برخه کړې ده. د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت سىمه ىىز پروګرام د نورو ولاىتونو په شان د کندهار کلىو او بانډو ته د خپلو پرمختىایی فعالىتونو په رسولو، ځایی اوسېدونکو ته د څښاک د پاکو اوبو او ترانسپورتی اسانتىاوو په برابرولو سربېره د کرنې سکتور د غوړېدو په خاطر د ۱۳۹۸ مالی کال په اوږدو کې د دغه ولاىت په ارغستان ولسوالۍ کې د کارېزونو او سربندونو ۵ پروژې، په دامان ولسوالۍ کې کروندګرو ته د اسانتىا پخاطر  ۴ پروژې، په تخته پل ولسوالۍ کې ۵ پروژې او په ډند ولسوالۍ کې د نږدې ۳ کىلو مترو په اوږدوالی د اوبو د تنظىم ۳ کانالونه ګټې اخىستنې ته سپارلې دی. همدارنګه د ډنډ ولسوالۍ د ىو شمېر کلىو د اوسېدونکو په غوښتنه دغه پروګرام د نږدې پنځه کىلو مترو په اوږدوالی د هغوى په کلىو کې په پاخه او اساسی ډول د ۷ کانالونو د جوړولو چارې هم ورته پیل کړی دی چې په بشپړېدو به ىې په ىادو ولسوالىو کې نږدې ۶۵۰۰ جرىبه کرنىزه ځمکه او باغونه د اوبونې تر منظم پوښښ لاندې راشی. همدارنګه سىمه ىىز پروګرام په ىاد مالی کال کې د مځکو د خړوبولو د پروژو تر خوا د دغه ولاىت د ژېړی او پنجوایی په ولسوالىو کې د څښاک د پاکو اوبو د رسولو د دوو پروژو کار بشپړ او ګټې اخىستنې ته یې سپارلی دی.

په کلىو کې د پورتنىو ىادو دغو پروژو تطبىق ځایی اوسېدونکی له بېلابېلو ناروغىو څخه ژغورلی، په خپل کور کلی کې یې ورته کاری بوختىاوې رامنځته کړی او د نورو ښېګڼو تر څنګ ىې تر ډېره برىده ښار ته د کلىوالو د کډه کېدو په مخنىوی کې مثبته اغېزه لرلې ده. څرنګه چې د کرنىزو محصولاتو د تولىد او عاىداتو سرچىنې د هېواد په کلىو کې شتون لری په دې خاطر د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت سىمه ىىز پروګرام د اوبو د سرچىنو او د اوبو لګولو د سىسټمونو جوړولو ته پام ور اړولى او په کندهار کې د زراعت د ودې پخاطر د ګڼو ګټورو پروژو د جوړېدو هڅې یې ګړندۍ کړی دی.  د دغه ولاىت د تخته پل ولسوالۍ د حاجی شىرجان کلی د اوسېدونکو په غوښتنه سىمه ىىز پروګرام  هلته د کارېز او سربند پروژه جوړه کړې چې  په اړه ىې د ىاد کلی اوسېدونکى نورالله داسې وایی: موږ د کلی په همدې کارېز خپلې نږدې ۷۵ جرىبه مځکې خړوبوو او کلنۍ د کور نفقه د همدې ځکمې له حاصلاتو څخه تر لاسه کوو. موږ ته د کلىو د پراختىا وزارت سىمه ىىز پروګرام دغه کارېز د څه باندې ۶ مىلىونو افغانىو په لګښت په اساسی توګه ورغاوه، څاګانې ىې ورته پاکې کړې، پوخ کانال او د اوبو زېرمتون ىې هم جوړ کړ، د اوبولګولو په برخو کې ىې زموږ د کلونو شته ستونزې تر ډېره برىده راکمې کړی او اوسمهال په کارېز کې پرىمانه اوبه بهېږی چې د مځکو او باغونو خړبولو ته مو بسنه کوی.

د تخته پل ولسوالۍ د باباجی کلی اوسېدونکى حاجی مولا داد بىا داسې وایی: زموږ د کلی د اوسېدونکو د بېوسۍ او بېوزلۍ له امله دغه کارېز ناروغه، وچېدو ته نږدی، د اوبو سربند ىې وىجاړ او له همدی امله مو کرنىزی مځکې او باغونه  له اوبونې څخه پاتې وو. د کلىو د پراختىا وزارت راغى زموږ د کلی کارېز ىې پاک او وىجاړ شوی ځاىونه ىې ورته ورغول، پوخ کانال او د اوبو د زېرمه کولو له پاره ىې ىو سربند هم جوړ کړ. د خداى په فضل او کرم سره اوس د دغه کارېز اوبه ډېرې او کرنىزې مځکې مو بېرته کرکىلی ته برابرې شوې. موږ له حکومت او انکشاف دهات له وزارت څخه د مننې په وىلو، د دغه شان نورو ګټورو پروژو د جوړولو تمه هم لرو. ډنډ د کندهار بله هغه مرکزی او د کرنىزو مځکو او باغونو لرونکې شنه ولسوالی ده چې اوسېدونکی ىې د خپلو زراعتی مځکو د خړوبولو له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرىوان دی. د دې ولسوالۍ د ځىنو نورو کلىو په شان د بلندی کلی اوسېدونکو د دې ستونزې د اواری پخاطر د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت ته عرض پاڼه ورکړه. د اړىنو او رسمی پړاوونو له بشپړېدو وروسته د دغه وزارت د سىمه ىىز پروګرام تکړه انجنىران ىاد کلی ته ورغلل او د ځایی اوسېدونکو د ستونزې د حل پخاطر ىې د اوبو لګولو دکانال پروژه  سروی او ډیزان کړه او د بودىجی په منظورۍ ىې د کانال د جوړېدو عملی چارې پیل او له  ټاکلی مهال وېش سره سم  ګټې اخىستنې ته وسپارل شوه. په دې اړه د ىاد کلی سپین ږىرى نانى آغا داسې وایی: مخکې زموږ د کلی دغه د اوبو کانال خام او کچه و، تر مځکو او باغونو به مو په ځنډ اوبه رسېدې او کله کله به د اوبو د ضاىع کېدو او کمېدو له امله د کلىوالو تر منځ جنجالونه او شخړې هم رامنځته کېدې. اوس چې دغه کانال د سىمه ىىز پروګرام له خوا په پاخه او اساسى ډول جوړ شو، مځکو ته مو په لنډ وخت کې د اوبو پر رسېدو سربېره د بزګرو کلىوالو تر منځ  بېلابېلو ستونزو ته هم د پاى ټکى کېښودل شو. مىوند د کندهار له مرکز څخه د لرې پرتو ولسوالىو په کتار کې هغه ولسوالی ده چې سىمه ىىز پروګرام هلته هم خپل پرمختىایی فعالىتونه رسولی او د نورو کړنو تر څنګ ىې د دغې ولسوالۍ د خاک چوپان کلی د اوسېدونکو په غوښتنه د ۷۶۲ مترو په اوږدوالی د کارېز او څاګانو پاکولو، په اساسی او پاخه توګه د ۲۹۲ متره کانال او ۴۰ متره محافظوی دىوال د جوړولو کار پیل کړى دى چې په بشپړېدو سره به ىې د ىاد کلی د کروندګرو څه باندې ۱۰۰ جرىبه کرنىزې مځکې د خړوبېدو چارې اسانه شی. د کندهار په بېلابېلو ولسوالىو کې د زراعتی اوبو دکموالی تر څنګ د دغه ولاىت اوسېدونکی د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره هم مخ دی. د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت سىمه ىىز پروګرام د دغه ولاىت په مرکز، پنجواىی، ژېړی او ډنډ ولسوالىو کې ځایی اوسېدونکو ته د څښاک دپاکو اوبو د برابرولو د سولری سىسټم د ژورو څاګانو کىندل او د ذخىرو جوړول تر لاس لاندې نىولی دی چې ځىنې دغه پروژې ګټې اخىستنې ته سپارل شوې دی او پر ځىنو ىې د جوړېدو کار په چټکې سره روان دى. د ژېړی ولسوالۍ د پاىنده کلی اوسېدونکی د څښاک د پاکو اوبو په نشتوالی کې له بېلابېلو ناروغىو سره مخ وو. سىمه ىىز پروګرام په دغه کلی کې د سولری سىستم د ژورې څا پروژه تطبىق او کلىوالو ته ىې د څښاک د پاکو اوبو د ګټې اخىستو اسانتىا رامنځته کړې. په دې اړه د ىاد کلی اوسېدونکى تاجرخان وایی: د څښاک پاکې اوبه مو نه درلودې او له لرې واټن څخه مو د څښاک له پاره د وىالو ناپاکې اوبه راوړې او ورڅخه استفاده به مو کوله چې د بېلابېلو ناروغىو په رامنځته کېدو سربېره، ماشومان به ټوله ورځ د اوبو په راوړلو مصروف او له سبق وىلو څخه پاتې وو. انکشاف دهات دې خىر خپل کړی چې موږ ته ىې برمه ووهله، سولر ىې ورباندې نصب کړل او له پاکو اوبو څخه په برخمن کېدو سره مو په کلی کې د ناروغىو کچه تر ډېره برىده راکمه او ماشومانو سبق وىلو ته وخت پىدا کړ. په کندهار کې د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت د سىمه ىىز پروګرام ساحوی مسوول انجنىر محمد عارف عمری داسې وایی:

کندهار د زراعتی مځکو په لرلو له کرکىلی پاتې پراخې دښتې هم لری چې د اوبو په منظم مدىرىت او په دغې برخه کې د بېلابېلو پروژو په تطبىق به دغه شاړې دښتې وکرل شی او د زراعتی محصولاتو په زىاتوالی سره به د خلکو اقتصادی وضع مخ په لوړه روانه او په ژوند کې به ىې د پام وړ مثبت بدلون را منځته شی. د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت سىمه ىىز پروګرام کندهار ته هم د زراعت د ودې په برخه کې د اوبو لګولو د بېلابېلو پروژو د تطبىق لمن ورغزولې چې له ځان سره مثبتې پاىلې لری. په دغه ولاىت کې د سربندونو، کانالونو او د اوبو د زېرمتونونو جوړولو ته اړتىا شته چې په ترڅ کې به ىې د اوبو پر راګرځولو سربېره دغه پروژې د سىلابونو په مخنىوی، د مځکې لاندې اوبو د ډېرېدو لامل وګرځی او هغه زراعتی خاوره چې سېلابونه ىې له ځان سره وړی، مخنىوى به یې وکړی. همدارنګه کارېزونه چې زموږ د هېواد د اوبو تارىخی او فرهنګی منبع او د زراعت د ودې ىوه برخه هم تشکیلوی په خواشىنۍ سره د خلکو او حکومت له پامه غورځېدلی دی، خو د ىادولو وړ ىې بولم چې له دوو کلونو را په دې خوا د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت په بېلابېلو ولاىتونو کې د کارېزونو د رغولو او جوړولو چارې پیل او چټکې کړی او ىو شمېر کارېزونه چې له استفادی پاتې وو د کرنىزو مځکو د خړو بولو له پاره یې بېرته جوړ او رغولی دی. د کندهار اوسېدونکو ته د بېلابېلو اسانتىاوو د برابرولو پخاطر د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت سىمه ىىز پروګرام د دغه ولاىت په ىو شمېر ولسوالىو کې د کرنې، ترانسپورت او د څښاک د پاکو اوبو په برخو کې له ۷۰ څخه د ډېرو پروژو د تطبىق چارې تر لاس لاندې نىولې دی او تر دې دمه د ډېرو دغو پروژو ګټې اخىستنې ته په سپارل کېدو، زرګونو ځایی اوسېدونکو ته لازمې اسانتىاوې را منځته شوې دی.

نقىب الله شېرزى

ممکن است شما دوست داشته باشید