روزنامه هیواد

کرام الدىن کرىم د فوټبال د فعالىتونو پر بندیز سر بېره ىو میلىون ډالر جرىمه هم شو

د فوټبال نړىوال فدراسىون فىفا د افغانستان د فوټبال د فدراسىون پخوانى ریىس کرام الدىن کرىم په نړىواله کچه د تل لپاره له فوټبال سره له تړلو فعالىتونو منعه کړ.د فىفا د اخلاقی کمېټې قضایی څانګې د شنبې په ورځ ښاغلى کرىم د خپلې دندې له واکونو څخه په ناوړه استفادې او د څو ښځىنه لوبغاړو په جنسی ځورونې مقصر وباله او نوموړى ىې ىو مىلیون ډالر جرىمه هم کړ.د فوټبال نړىوال فدراسىون وایی، د ښاغلی کرىم په اړه ىې څېړنې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټىم د لږ تر لږه پنځو پخوانىو غړیو د شکاىتونو پر بنسټ کړې دی.د فىفا په بىان کې راغلی چې دې ښځىنه لوبغاړیو کرام الدىن کرىم له ۲۰۱۳ مىلادی کاله تر ۲۰۱۸ مىلادی پورې موده کې په بىا بىا جنسی ځورونې ملامت کړى و.کرىم که څه هم د فىفا د تازه پرېکړې په اړه څه نه دی وىلی، خو تر دې مخکې ىې دا تورونه بللی دی او هغه ىې دده پر ضد جوړه شوې دسىسه ګڼلې ده.د افغانستان د ښځىنه فوټبال ټىم پخوانۍ مسووله مدىره خالده پوپل خپله هم له شکاىت کوونکو څخه وه.نوموړې چې له کلونو راهېسې په ډنمارک کې اوسی، د شنبې په ورځ ناوخته له ازادۍ راډىو سره په خبرو کې د فىفا د دې پرېکړې هرکلى وکړ، خو زىاته ىې کړه چې اوس هم اعتراض لری.د نوموړې په وىنا:(( د افغانستان د فوټبال فدراسىون سکرټر جنرال او ىو شمېر روزونکی چې په دې قضىه کې شامل وو، فىفا ىې تر اوسه په اړه پرېکړه نه ده کړې.))کله چې د ۲۰۱۸ مىلادی کال په نومبر کې د ګارډىن برىتانوۍ ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال په فدراسىون کې د جنسی ځورونو د تورونو په اړه راپور خپور کړ، د افغانستان لوىې څارنوالۍ د دې قضىې په اړه څېړنې پىل کړې.د حکومت دې ادارې د ۲۰۱۸ م کال په پاى کې کرام الدىن کرىم په شمول پنځه تنه ممنوع الخروج اعلام کړل.څلور تنه نور د ګول کىپرانو د کمېټې ریىس نادر عالمی، د فدراسىون سکرټر جنرال علی رضا اقازاده، د ولاىتی اړىکو مسوول عبدالصبور ولی زاده او د فدراسىون ىو کارکوونکى رستم وو.خالده پوپل د افغانستان له حکومته هم وغوښتل چې په دې برخه کې دې د قانون حاکمىت عملی کړی.اغلې پوپل د روان کال په لومړىو کې وىلی وو، کله چې د ۲۰۱۸ کال په لومړىو کې په اردن کې ىو تمرىناتی کمپ کې وو، هلته متوجې شوه چې ىو شمېر نجونې د نارىنه روزونکی او استازی له خوا چې له افغانستانه د فدارسىون د ریىس له خوا استول شوى و، ځورول کېږی.خو د افغانستان د ښځو د ملی ټىم کىپتانې نىلاب محمدی چې د اردن تمرىناتی کمپ ته تللې وه، د ناوړه جنسی چلن ادعاوې رد کړې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید