روزنامه هیواد

کارپوهان: پر جوماتو او مذهبی ځایونو د بریدونو تر شا پاکستان او ایران لاس لری

په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې پر جوماتونو بریدونو اندېښنې راپورته کړی دی.

بل‌خوا پوځی کارپوهان وایی: پر جوماتو او مذهبی ځایونو بریدونه د استخباراتی جګړې برخه ده او یو شمېر کړۍ غواړی په دې کار سره په افغانستان کې مذهبی او قومی جګړه پیل کړی.د روژې میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په ۵ ولایتونو کې پر جوماتونو او لمونځ کوونکو بریدونه شوی.پکتیا، کابل، ننګرهار، خوست او پروان هغه ولایتونه دی چې پر لمانځه ولاړ لمونځ کوونکی، ملا امامان او یا هم د جومات تر مخه ولاړ کسان په کې په نښه شوی دی.د دې بریدونو په دوام، وړمهه ورځ په پروان او خوست کې لمونځ کوونکی او د روژه ماتې پر مهال ملکیان د وسله‌والو تر برید لاندې راغلل.وړم ماښام د پروان د مرکز چاریکار اړوند خلازایی کلی کې پر دینې مدرسې او جومات په برید په کې ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.همدا ډول د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند د یعقوبیو د ګرجک سیمه کې وسله‌والو کسانو په لمونځ کوونکو برید وکړ چې په کې ۳ کسان ووژل شول او یو ۱۲ کلن ماشوم ټپی شو.د تېر په څېر د دې بریدونو مسوولیت هم چا نه دی منلی، خو د کورنیو چارو وزارت یې د وسله‌والو طالبانو کار بولی.د دې وزارت ویاند طارق ارین د چهارشنبې په ورځ وویل، وسله‌والو طالبانو داشان تاوتریخوالی ته زمینه برابره کړې.ده زیاته کړه: (( د افغانستان خلک او ټول پوهېږی چې د دې بریدونو لومړنی مسوولین طالبان دی او که چېرې بیا دوی غواړی خپلې اوږې ترې سپکې کړی او نورې ډلې یې مسووولیت ومنی، نو د دې بریدونو او تاوتریخوالی لپاره طالبانو زمینه برابره کړې ده.))که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې لمونځ کوونکی او یا هم جوماتونه تر برید لاندې راځی، خو په دې وروستیو کې دا ډول پېښې ډېرې شوې دی.بل‌خوا یو شمېر نظامی شنونکی په دې اند دی چې دا ډول بریدونه د ګاونډیو استخباراتی کړیو له‌خوا پلان او د وسله‌والو له‌خوا عملی کېږی.شنونکی کابل خان تدبیر وایی، د دې بریدونو په کولو سره کورنۍ جګړې ته لمن وهل کېږی.ښاغلی تدبیر زیاته کړه: (( په واضحه ټکو درته وایم چې د دې بریدونو تر شاه پاکستان او ایران دی، دوی غواړی، چې افغانان له یوه او بل سره وجنګېږی، که چېرته جنګ د افغانستان د آزادۍ لپاره وی، بیا نو په جومات او لمونځ کوونکی حمله پر کومه معنا ده.))پر ملکیانو بریدونو داسې مهال زور موندلی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ یا یوناما هم په خپل تازه راپور کې د ملکی وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې.د افغانستان حکومت د ملکی مرګ ژوبلې او وروستیو بریدونو وروسته، یرغلیز عملیات پیل کړی، خو تر خوا یې له طالبانو د اوربند غوښتنه هم کړې، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا له خپلو وسله‌والو غوښتی چې لا کلک دریځ غوره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید