روزنامه هیواد

کارپوهان: هغه محصلین چی پوره خوب کوی نمرې یې ښې وی

د ټولې نړۍ په پوهنتونونو کې  خزانی سمستر پېلیږی. له دې سره هم مهاله امریکایی څېړونکی د محصلینو لپاره یوه مشوره هم لری : ژر ویده شئ او ډېر خوب وکړئ! بیا به ښې نمرې ولرئ.

د مسیچوسیت د تکنالوژۍ انستیتوت د خوب څېړونکو ویلی هغه محصلین چې د شپې ژر خپل بستر ته ځی او ژر ویدېږی، په آزموینو کې ښه ځلېږی. د ارواپوهې کانا اوکانو او د هغې پروفیسر جان گابریلی د  computer material sciences د سیمینار په ترڅ کې په دې اړه څېړنې کړی دی.

دا هڅه ښیی چې په آزموینو کې د نمرو فیصدی هغه وخت ډېره ښه وه چې محصلین په منظم ډول وختی ویده کېدل او کافی خوب یې کاوه. یوازې د آزموینې په شپه وختی ویدېدل فایده نه لری.

په څېړنو کې جوته شوې چې د ښو نمرو د اخیستو لپاره اړتیا وه چې اوږده موده د سړی د خوب وختونه منظم وی او د شپې خوب هم آرام وی او سړی ټوله شپه ویده شی. د دې څېړنې په موخه د دغه علمی سیمینار ۱۰۰ ښځینه او نارینه محصلینو ټوله اوونۍ داسې ساعتونه په لاس کړی وو،چې د دوی حرکات او فعالیتونه یې ثبتول.

اوکانو او د هغې همکارانو د دې څېړنې پایلې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د نیچر په تخصصی مجلې کې خپرې کړې.د دې څېړنو نتایج به ښایی د ځینو لپاره حیرانوونکی وی. دا څېړنې ښیی ،هغو کسانو چې کافی خوب کړی و، خو ناوخته ویده شوی وو او بله ورځ تر ناوخته ویده وو، نمرې یې ښې نه وې.

دا هغه محصلین وو چې د شپې پر دوو بجو بستر ته تلل. دا ظاهراً هغه وخت و، چې له دې وروسته ویدېدو پر نمرو ډېر بده اغېزه کوله او دا یې په اصطلاح سرحد و.په څېړنو کې جوته شوې، په هغو کسانو کې چې د شپې پر لسو، یوولسو او یا دوولسو بجو بستر ته تلل،خو ویدېدل نه، هم د نمرو فیصدی همدومره وه. یعنې دې هېڅ اغیزه نه درلوده چې په دغه وخت کې هغوی کتابونه لوستل او که له نورو محصلینو سره محفلونو ته تلل، د هغوی پر مړوند تړلی ساعت دغه څه نه شوای پېژندلی.

له امتحانه لږ د مخه خوب مهم نه دی

څېړنې ښودلې،چې له امتحانه یوه شپه د مخه د وخته یا ناوخته ویدېدل ښایی هېڅ اغېزه ونه لری. هغه کسان چې د امتحان په شپه یې ښه خوب کړی وی، د هغو په پرتله چې شپه یې په ویښه تېره کړې وی، ښې نمرې نه شی اخیستلی.

د دې سیمینار یو کارپوه گروسمن په دې اړه وایی: «له امتحانه مخکې شپه هېڅ نقش نه لری. سړی که څه هم چې وایی چې د سبا ورځې لپاره مو ښه خوب باید کړی وی خو موږ یې ترمنځ هېڅ ارتباط ونه موند. ډېر مهم هغه خوب دی چې سړی یې له امتحانه څو ورځې د مخه یعنې امتحان ته د چمتووالی د نیولو پر وخت کوی.»  هغه زیاتوی چې اوږد مهاله زده کړه په اصل
کې پرېکنده ده.

په اصل کې د اوناکو او د هغې د همکارانو له خوا د سیمینار اصلی هدف دا نه و، چې د خوب او په امتحان کې د نمرو ترمنځ تړاو وڅېړی، بلکې په اصل کې د هغوی موخه دا وه چې وپوهېږی چې په منظم ډول ورزش تر کومه حده د محصلینو وړتیاوې ښې کولی شی.کارپوهانو په اصل کې دا تمه درلودله هغه محصلین چې سپورت کوی او هغوی چې ډېر فعال نه دی، ترمنځ به د نمرو تفاوت ډېر وی، خو داسې نه وه. هغه چې ورزش یې نه کاوه، د زده کړو کچه یې له هغو سره متفاوته نه وه چې په منظم ډول یې سپورت کاوه.

گروسمن په دې اړه وایی: «په پای کې جوته شوه چې د درک د وړتیا او جسمی فعالیت ترمنځ هېڅ ارتباط یا تناسب وجود نه لری.» خو نوموړى سره له دې هم باور لری چې سپورت د روح او روان لپاره ښه دى، خو دا خبره په هر حال کې ثابته ده چې د منظم خوب او وړتیا ترمنځ ارتباط ډېر روښانه دى.

د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر

یوه خبره چې گروسمن پرې مخکې هم پوه شوی و،خو تر څېړنې وروسته تائید هم شوه، داده چې ښځینه زده کوونکې په اوسط ډول د خپلو نارینه وو ټولگیوالو په پرتله ښې نمرې اخلی او ډېره وړتیا لری. شمېرې اوس ښیی چې ولې داسې ده ؟ هغوی په اوسط ډول ژر ویدېږی او منظم خوب کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید