روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابینې د وری څلورمه د اوبو مدیریت د ملی ورځې په توګه تصویب کړه

د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د کابینې غونډه  وړمه ورځ له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه.لومړی جمهوررییس د کابینې غړو او ټولو هېوادوالو ته د ۱۴۰۰ لمریز کال د رارسېدو مبارکی وویله او هیله یې وښوده ،چې نوی کال په هېواد کې د سراسری سولې د تامین شاهدان واوسو.وروسته یې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو سلو ورځو کې د سلو ملی پروژو د پرانېستو چې پیل به یې له کمال خان بند څخه کېږی، معلومات ورکړل او په مرکز او ولایتونو کې یې د دښمنانو د بریدونو د دفع کولو او شنډولو لپاره د امنیتی او دفاعی ځواکونو د دوامداره هڅو او زیار قدردانی وکړه.همداراز جمهوررییس د امنیتی تړون او ترورېزم سره په مبارزه کې د جمهوری ریاست لومړی مرستیال او د ملی امنیت سلاکار د اقداماتو ستاینه وکړه او د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د سرښندنو او قربانیو د تقدیرولو لپاره، چې د هېواد او خلکو د ساتنې لپاره یې خپلې سینې سپر کړی، اړوند بنسټونه مؤظف کړل.جمهوررییس غنی عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره، چې د افغانستان اسلامی جمهوریت له اساسی اهدافو څخه یوه ده، د واحد صف په جوړولو او د سولې پروسې پر چټکتیا او همدارنګه د هېواد د راتلونکی د خوندیتوب لپاره د سیمه ییز او نړیوال ضمانت د ترلاسه کولو په موخه پر بهرنی سیاست د تمرکز لپاره ټینګار وکړ. په همدې ترتیب، د اصلاحاتو راوستلو او وطنوالو ته د اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو لپاره یې په اساسی دندو د تمرکز ټینګار وکړ.وروسته د عدلیې وزارت د ۱۳۹۹ کال د تقنینی پلان د تطبیق راپور تائید شو او همداراز د هغه وزارت د ۱۴۰۰ کال د تقنینی پلان طرحه په پرنسیب کې تصویب شوه او عدلیې وزارت مؤظف شو، چې د یاد تقنینی پلان لومړیتوبونه تشخیص کړی.کابینې ټول وزارتونه او دولتی ادارې مؤظفې کړې د هغو تقنینی اسنادو لېست ،چې اقتصادی او د مارکېټ جوړونې لومړیتوبونه لری یا د جینوا کنفرانس د ژمنو له ډلې دی د ۱۴۰۰ کال تقنینی پلان کې د درج کولو په موخه، عدلیې وزارت ته واستوی.وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د کالیزې طرحه په پرنسیب کې تایید شوه، کار او ټولنیزو چارو وزارت یې مؤظف کړ، چې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت او د جمهوری ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې سره په همکارۍ دې په یاده کالیزه کې د کابینې غړو اصلاحی نظریات هم درج کړی.

کابینې د وری ۴ مه د اوبو د مدیریت ملی ورځې په توګه تصویب کړه او د ۱۴۰۰ کال په کالیزه کې د یادې ورځې د درج کولو لپاره یې د کار او ټولنیزو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه مؤظف کړل.د کابینې غونډې، د تخنیکی او مسلکی زده کړو قانون طرحه له یو لړ اصلاحاتو سره تصویب کړه او د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون، د جمهوری ریاست د چارو ادارې لوی ریاست او د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداره مؤظف شول ،چې تر لازمو ارزونو وروسته د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې تر چتر لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکی او حرفوی زده کړو انستیتیوت او د پوهاند غضنفر د روغتیایی علومو انستېتیوت د ادغام د عمل پلان ترتیب کړی.

د کابینې غونډې په پای کې، د روغتیایی او ښوونیز کمپلکس جوړولو لپاره د پانګونې جذب په موخه د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې د کاماز باربری تصدی ملکیت ۱۵۰ جریبه دولتی مځکې د پلور د داوطلبۍ او مزایدې اعلان د اجازې لپاره د ښار جوړولو او مځکو وزارت او د پانګونې آسانتیا واحد غوښتنه تصویب کړه او کابل ښاروالی یې د ورځې مطابق اټکلی بیې ټاکلو لپاره مؤظفه شوه.

ممکن است شما دوست داشته باشید