روزنامه هیواد

کابینې د ۱۳۹۸ ل کال د بودجې مسوده په پرنسیب کې تائید کړه

د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهورریىس محمداشرف غنی په مشرۍ د کابىنې غونډه د چهارشنبې په ورځ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.  په پىل کې جمهور ریىس د کندهار مخکېنی امنىه قوماندان شهىد سترپاسوال عبدالرازق، د کندهار د ملی امنىت ریىس شهىد ډګرجنرال عبدالمومن حسىن خېل، شهىد عبدالجبارقهرمان اوپه کابل ، کندهاراو هلمند ولاىتونو کې د وروستىو پېښو د ټولو شهىدانو روح ته دعا وکړه، شهىدانو ته ىې د لوى خداى (ج) په دربار کې د فردوس جنت، د شهىدانو کورنىوته د جمىل صبراو  ټپىانو ته ىې د بېړنۍ روغتیا دعا وکړه.  جمهورریىس غنی په دې غونډه کې د کابىنې له ټولوغړو وغوښتل ، چې د وروستىو پېښو د شهىدانو د فاتحې په مراسمو کې چې روانه اوونۍ د ارګ په جامع   جومات  کې ترسره کېږی، ګډون  وکړی.   د هېواد جمهورریىس په مرکز او ولاىتونو کې د ولسی جرګې په برىالىو ټاکنو کې د  خلکو د پراخ ګډون ترڅنګ په دې ملی پروسه کې د خلکو د بسىجولو په خاطر د کاندیدانو هڅې وستاىلې او وې وىل: د ولسی جرګې په ټاکنو کې زموږ وىاړلی ملت په خپل پراخ ګډون  دا ثابته کړه،  چې پر سولې او آزادۍ باوری دی، د ولسواکۍ او قانونمندۍ په خاطر د ګواښونو په مقابل کې درېږی او هر ډول قربانی ورکوی.  جمهورریىس محمداشرف غنی دولسی جرګې د ټاکنو ترسره کول د  هېواد د امنىتی او دفاعی ځواکونو د برىا پاىله وبلله او د دې برىا مبارکی ىې ورکړه.  دغه راز ىې نن شنبه په کندهار کې د ولسی جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ او د جمهوری رىاست دوىم مرستىال، د اجرائىه رىاست لومړی مرستىال اود سىمه‎‎ىىزو ارګانونوخپلواکې ادارې ریىس څخه ىې وغوښتل په غزنی کې دې د دې ولاىت د خلکو په مشوره ژر د ټاکنو د ترسره کولو لپاره زمىنه برابره کړی.د اجندا مطابق د مالىې وزارت سرپرست د ۱۳۹۸ مالی کال د بودجې مسوده غونډې ته وړاندې کړه، چې کابىنې له هراړخىزو بحثونو وروسته د ۱۳۹۸ مالی کال د بودجې مسوده په پرنسىب کې تائىد اومالىې وزارت ىې مؤظف کړ ، چې ىاده بودجه دې د وزىرانو او دولتی اداروله ریىسانوسره په همغږۍ د غونډې د ىادونومطابق بىا وګوری او پړاوونه یې دې بشپړ کړی. د کابىنې غونډې دغه راز وزارتونه او دولتی ادارې مؤظف کړې، چې په لګښتونو کې د سپما د اصل په پام کې نىولو سره د تجملی وساىلو له پېرلو څخه  ډډه وکړی. وروسته د مالىې وزارت سرپرست د ۱۳۹۷ مالی کال په انکشافی بودجه کې د(۱۰۴۳۶۸۹۶۸۹) ىومىلىارد او درې څلوېښت مىلىونو شپږ سوه نهه اتىا زره او شپږ سوه نهه اتىا افغانۍ غونډې ته مطرح کړې، چې کابىنې تائىد کړې.  دغه راز د مالىې وزارت سرپرست او مالی معیىن د ۱۳۹۷ مالی کال په ملی بودجه کې د دې وزارت تعدىلات غونډې ته وړاندې کړل چې کابىنې تائىد کړل. په همدې ترتىب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزىرد غنمو تخم د پېرلو او د دولت په سبساىډۍ پر کروندګرو د پلورلو وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ ،چې کابىنې له بحث او غور وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وړاندیز تائىد کړ.  د غونډې په بله برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې په چین ولسی جمهورىت کې د افغانستان د تارىخی آثارو د نندارتون د نېټې د غځولو په اړه د دې وزارت وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ چې کابىنې تائىد کړ.  وروسته د لوړو زده کړو وزىر په افغانستان کې د اسلامی بىن المللی پوهنتون د  جوړولو په اړه په قاهره کې د اسلامی همکارىو دولسم کنفرانس (OIC)د مصوبې په اساس د دې وزارت وړاندیز غونډې ته مطرح کړ، چې کابىنې له هراړخىزو بحثونو وروسته د اسلامی همکارىو د دوولسم کنفرانس د پریکړې مطابق په افغانستان کې د اسلامی بىن المللی پوهنتون جوړول په کابل کې تائىد او د ښار جوړولو وزارت په مشرۍ ىې ىوه کمېټه مؤظفه کړه، چې د ىاد پوهنتون د اړتىا وړ مځکه دې د افغانستان د مځکو خپلواکې ادارې د وړاندیزپه پام کې نىولو سره په  چهاراسىاب ولسوالۍ ىا د ټکنالوژۍ په پارک کې مطالعه او خپل مشخص وړاندىز دې کابىنې ته وړاندې کړی.دغه راز د عدلىې وزىر د دولتی مقاماتو د تنخواو د تنظىم قانون د ځىنو مادو د تعدىل او زىاتولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې تائىد شوه.  په همدې ترتىب د عدلىې وزىر د غنمو د اوړواو خوراکی غوړىو د غنی کولو د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه،  چې کابىنې دغه طرحه په پرنسىب کې تصوىب او عدلىې وزارت ىې مؤظف کړ چې د غنمو د اوړو او خوراکی غوړىو د غنی کولو د مقررې طرحه د غونډې د ىادونو مطابق سمه او نهاىی کړی. د غونډې په پاى کې د بهرنىو چارو وزارت د ادارې او سرچىنو معیىن د بىن المللی معاهداتو نهه مورده غونډې ته وړاندې کړل چې کابىنې تائىد کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید