روزنامه هیواد

کابل ښاریان: ژمى ختم شو، خو لا هم د برېښنا پرچاوی موجوده ده

کابل هغه ښار دی چې نفوس‌ یې زیات، خو ډېری وګړو ته ‌یې د برېښنا آسانتیا برابره نه‌ده.کابل ښاریانو د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده ،چې ژمى ختم شو، خو لا هم د برېښنا پرچاوی موجوده ده.د کابل ښار د څرخی پله د ګذر وکیل خواجه محمد بابکرخېل وایی:(( زموږ د کور په مخکې د برېښنا سټېشن دی، خو په اوونۍ کې درې شپې برېښنا ‌لرو.))دغه‌شان یو شمېر داسې کورونه هم شته چې آن د برېښنا مزی هم نه‌دی ورغځېدلی.د کابل ښار یو بل اوسېدونکى د محمد زمان په نامه خپله ستونزه داسې بیانوی:(( زموږ د سیمې یوې برخه کې برېښنا شته، هغه هم په شپه کې یو ساعت یا دوه ساعتونه او دا نورو سیمو کې بیا د برېښنا پایې او مزی لګېدلی، خو دا شپږ میاشتې کېږی چې کارونه‌ یې په ټپه ولاړ دی او برېښنا نه‌شته.))​دا لومړی ځل نه‌دی، چې کابل ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ او کموالی شکایت کوی، له دې وړاندې هم په بغلان کې د وسله‌والو او زورواکو له لوری د برېښنا د پایو د نړولو له امله کابل ته د برېښنا په برخه کې ستونزې جوړې شوی.​ښاغلی غالب وایی:(( د دغو ستونزو لومړی لامل دا دی چې:تقاضا زیاته ده او د ادارو ترمنځ همغږی نه‌شته، هره ورځ ودانۍ او ښارګوټی جوړېږی، خو موږ ته څوک خبر نه‌راکوی چې ورته له وړاندې چمتووالی ونیسو.دوهم دا چې په دومره موده که چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه رامنځته شوې، له ازبکستانه افغانستان ته د برېښنا غځېدلی مزی د ډنډ غوری، شهاب‌الدین ولسوالیو په چشمه شېر سیمه کې د ناامنیو له امله پرې شوی ، چې په دوو درېیو ورځو کې به دا ستونزه حل شی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید