روزنامه هیواد

کابل ښاریان: د ککړې هوا د ستونزې هواری لپاره ژمنې تکراری دی

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکی د ژمی په راتک سره د ککړې هوا څخه اندېښنه لری. دوی وایی، اړوندو ادارو تل د دې ستونزې د هواری لپاره تکراری ژمنی کړی، خو عملی اقدامات صفر دی.د کابل دوه اوسیدونکی نور احمد او بریالی وایی: حکومت تل ژمنې کړی، خو عملی ګام نه تر ستوګو کېږی: (( هوا چې ککړه شوې دا د خلکو روغتیا ته ډېر تاوان کوی په ځانګړی ډول هغه ماشومانو ته چې د سړک په غاړه اوسی. دا هوا ولې نه پاکېږی، دا خو زموږ په لاس کې ده، دا مو وطن دی هرڅه د انسانانو په لاس کې دی، دا موږ یې نه کوو دا زموږ ستونزه ده، دغه زموږ حال دی او دا مو وطن ده، له حکومته غواړم چې د ترافیکو سره په همکارۍ د ډیزلی موټرو مخه ونیسی، باور وکړئ ډېر تاوان لری.)) کابل ښاریان د افغان جمهور رییس لومړی مرستیال امرالله صالح وروستی دریځ په اشاره سره وایی، که لوړ پوړی چارواکی په خپلو خبرو کی جدی وی پایله به یې اغېزمنه وی.ښاغلی صالح وړمه ورځ پر فیسبوک پاڼه د خپلو پریکړو په دوام په ۱۴مې پریکړې لیکی، کابل ښاریان د ژمی په راتک سره بیا اندېښنه لری، چې هوا ککړه شوې او حکومت هېڅ هم نه کوی.هغه لیکلی، چې داسې نه ده، دا ځل د جمهور رییس د حکم پر اساس ۶۰۳ هغه لوړ پوړې ودانۍ چې د کابل ښار ۴۰ سلنه د ککړې هوا سرچینه ده که دا ځل د هوا فلټرونو نصب نه کړی د چاپېریال ساتنې ادارې لومړی، دویم او درېیم درجې چارواکی به له دندو لری شی.هغه لیکلی ،چې د چاپېریال ساتنې اداره دې دا حکم جدی ونیسی او ټول خلکو ته دې د فلټرونو د نصب په اړه معلومات ورکړی.نوموړی په ټینګار سره لیکلی، چې دا ځل د دې موضوع څخه تیرېدل عادی نه دی.له دې سره هم مهاله د امرالله صالح یو ویاند رضوان مراد وایی، شوې پریکړې به په جدی ډول پلې شی: (( کله چې لومړی مرستیال وایی، اول، دویم او درېیمه درجه چارواکی لېرې کېږی هدف همدا دی، چې د کابل خلک د ککړه هوا ورته په سرطان بدله شوې ده. د چاپېریال ساتنې اداره مسوولیت لری، چې د لوړ پوړو ودانیو کې د فلټرونو د نصبه نظار وکړی د دې لپاره چې مسوولیت یې دی.))په ورته وخت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې نظارت او تفتیش برخې رییس نېک محمد وایی: د کابل ښار د چټلې هوا د کنټرول لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ لازمه همغږی رامنځته شوې ده.ښاغلی محمد زیاته کړه: (( د چاپېریال ساتنې اداره د جمهوری ریاست د حکم پر اساس مکلفه ده ،چې د ټولو هغه فعالیتونو څخه چې هوا ککړوی نظارت وکړی، موږ په دې برخه کې ټول هغه هوټلونه، د ودونو تالارونه، د خښتو بټۍ ګانې تر جدی نظارت لاندې نیولی، که په دې هر برخې بې غوری وشی نقدی جرمی پرې وضع کېږی او علمی کېږی.))نوموړی وایی: د ۲۰۲۰ م کال له پیل سره د کابل ښار او یو شمېر نورو ښارونو د چاپېریال د کنترول لپاره منظمه تګلاره جوړه شوې او د تطبیق په حال کې ده.د ژمی په سړو کې د لرګیو لوړې بیې د برېښنا نشتوالی، د خلکو بېوزلی او د خونو د تودولو لپاره د نورو ټیټ بیه سون توکو کمښت د ډبرو د سکرو لګښت ډېر کړی، چې تر ډېره د هوا د ککړیدو لاملونه ګڼل شوی.په کابل کې د ککړې هوا په اړه دغه اندېښنې په داسې حال کې دی ،چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې او روغتیا نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې، تېرکال په افغانستان کې۲۶ سلنه مړینه د ککړې هوا له امله و.ځینې روغتیا پالان وایی: که دې ککړې هوا مخنیوی ونه شی سالنډی، د سږو تکلیف، ټوخی او دې ته ورته نورې ناروغی د انسانانو ژوند په تدریجی ډول اخلی

ممکن است شما دوست داشته باشید