روزنامه هیواد

کابل ژوبڼ د هېوادوالو د تفریحی نندارتون په توګه پراختیا ته اړتیا لری

کابل ژوبڼ یو داسې ملی انتفاعی اوتفریحی بنسټ دی چې هره ورځ زموږ په سلګونو هېوادوال ترې لیدنه او کتنه کوی، خو تراوسه  کومې رسنۍ د دغه بنسټ اهمیت، ماهیت او فعالیتونه نه دی په ډاګه کړی، پر خصوصی رسنیو موږ کوم کار نلرو، ګیله مو له ملی رسنیو ده چې ولې د کابل ژوبڼ ترې هېرشوی دی .

کابل ژوبڼ د داخلی او بهرنیو وحشی او اهلی ځناورو  او څارونو، مرغانو ، خزندو او کبانو د نندارې ځای دی،هلته داسې ځناور هم شته چې موږ به یې  په کیسوکې  یادونه اورېدل، خو اوس بالمشاهده هلته موجود دی .

د کابل  ښاروالۍ ویانده آغلې سمیرا «رسا » د ژوبڼ په اړه داسې معلومات را کوی.

د نړۍ هر هېواد او په هېواد کې هرلوی ښار د هرډول ژویو ژوبڼ لری او دوی خپلو ژوبڼونو ته د ملک د یوه مهم انتفاعی بنسټ په توګه پاملرنه کوی، ځکه د هغوی ژوبڼونه نه یوازې د نندارچیانو لپاره تفریحی ځای وی،بلکې له دې چې د ځناورو، خزندو او  مرغانو ټول ډولونه په کې پوره وی، نو علمی اوڅړنیز مفهوم هم لری ځکه د نړۍ په هره برخه کې چې کوم حیوان پیدا کېږی هغه په کې موجود وی،زموږ په هېواد کې د ملک د نورو بد بختیو ترڅنګ ژوبڼ هم د تېرو تاوتریخوالیو په ترڅ کې داسې وځپل شو چې وحشی ځناورو هم زموږ پر کړنو وخندل،د تېرو لسیزو په ترڅ کې تاسې ولیدل چې کابل ژوبڼ پر کنډواله بدل شو او په کې ټول ژوی ووژل شول او یا له منځه لاړل،خو له نېکه مرغه چې په دوهمه دوره کې دا پروسه له سره پیل شوه او اوس  کابل ژوبڼ د سیمې د هېوادونو د ژوبڼونو په ډله کې  را جستر او د دغو ژوبڼونو د چترغړیتوب هم لری .

د آغلې رسا په وینا : زموږ د هېواد په ژوبڼ کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په پرتله وحشی ځناور بېخی کم دی او اوس موږ د هېواد د داخلی او بهرنیو حیواناتو، کبانو،خزندو او الوتونکو یوازې سل ډولونه لرو چې دا له یوه معیاری ژوبڼه ډېر کم رقم دی یا په بل عبارت دومره کم،چې حتی په نشت حساب دی .

آغلې سمیرا رسا د دې پو ښتنې په ځواب کې چې دوی د ژوبڼ د  حیواناتو ،مرغانو، خزندو او کبانو  تغذیه په کوم ډول پرمخ روانه کړې مانا داچې آیا د تغذیه یې  معیاری ده، که هرڅه  قفسونو ته ورغورځول کېږی او بس ؟

وویل : د ژوبڼ د حیواناتو او الوتونکو تغذیه په هغه معیارکوم چې په نړیواله کچه ترسره کېږی،روانه ده،د هر ډول حیوان لپاره د هغه له  ذوق او میل سره سم تربس پورې خواړه ورکول کېږی. په دې خوړو کې غوښې،دانه باب  او واښه شامل دی، چې زموږ د ژوبڼ د مسلکی او فنی پرسونل لخوا ورکول کېږی،ما مخکې وویل ،: چې زموږ ژوبڼ د نړیوالو ژوبڼونو غړیتوب لری. کله چې غړیتوب ولری،نو دا مسوولیت هم لری،چې د شته حیواناتو تغذیه هم باید په نړیوال ستندرد معیاری وی .

آغلی رسا د دې پوښتنې په ځواب کې چې دوی اوس په کابل ژوبڼ کې کوم ډول داخلی او بهرنی حیوانات لری او داسې حیوانات چې پخوا موجود وو او س نه،د نه شته موجودیت دلیل یې څه دی ؟ وویل:

 موږ بهرنی حیوانات  له ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د یوه پروتوکول له مخې  چې زموږ د هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا ورسره لاسلیک شوی دی را ولو،چې دا پروسه د همدې پروتوکول په چوکاټ کې اوس هم روانه ده او هغه حیوانات چې موږ یې نلرو ضرور به یې په نږدې راتلونکې کې له هغو هېوادونوڅخه را ولو.

پوښتنه ژوبڼ  لپاره د مارکټتینک پروسه کمزورې ده،خوکه کمپاین وشی ډېر داسې کسان شته چې د حیواناتو له پېژندلو اولیدلو سره مینه لری،هغه به ضرور راځی،په داسې حال کې چې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ په مهال به (فیل) دروازې ته را وستل کېده او یا به د ژوبڼ د ځناورو تصویرونه د ژوبڼ پردېوالونو را ځړول کېدل او دا به ده ی  سبب کېده چې  په سړک د تېریدونکو ښاریانو نظر را جلب کړی،په دې اړه مو نظر څه دی ؟

ځواب : د ژوبڼ  د مسوولینوله بنسټیزو مسوولیتونو او دندو څخه یوه دا ده چې د ژوبڼ د اهمیت،ماهیت اوپه طبیعت کې د انسان او حیوان ترمنځ د اړیکو او همدارنګه د وحشی حیواناتو او دانسانانو په ژوند کې یې د رول په اړه خلکو ته معلومات ورکړی چې په همدې خاطر په منځنۍ توګه په کال کې موږ د اویا زره په کمیت د ښوونځیو زده کوونکی د وړکتونونو ماشومان او د پوهنتونو محصلین د علمی سیر ترعنوان لاندې له کابل ژوبڼه لیدنه وکړی او د هرکال په تېرېدو سره دا رقم پورته کېږی او زموږ خوهمدا «وس» دی چې د زده کوونکو، محصلینو او عام ولس له لارې د باغ وحش په اړه تبلیغ وکړو .

پوښتنه که د ژوبڼ د عوایدو په اړه معلومات راکړئ چې د عوایدو او لګښتونو بیلانس مو په «انډول » اوکه په څه توپیرکې قرار لری ؟

ځواب:  کابل ژوبڼ د لګښتونو له مخې د خود کفایی په لور روان دی یا په بل عبارت کلنی عوایدمو تر لګښتونو ډېرلوړ دی او ترڅنګ یې یو لړ نورې کوچنۍ پروژې هم تکافو کوی،خو د دې بنسټ ټول عواید د کابل ښاروالۍ په حساب بانک ته تحویلېږی،تېرکال مو ۲۲ میلیونه افغانۍ د کابل ژوبڼ خالص عواید درلودل.

پوښتنه : که د نندارچیانو د کمیت په اړه معلومات را کړئ ؟

ځواب : تېرکال موږ د یومیلیون په شاوخوا کې نندارچیان درلودل چې البته د ا ډېر لوړ رقم دی او لکه د مخه چې وویل شول د اویا زره په شاوخوا کې د پوهنتونو نو محصلین، د ښوونځیو زده کوونکی او دوړکتونونو ماشومان هم وو چې له پورتنی رقمه مستثنی وو،چې د ټکټ د بیو په لوړ رعایت ژوبڼ ته راغلی وو .

پوښتنه : تاسې په راتلونکې کې د کابل ژوبڼ  د پراختیا لپاره کوم پلانونه لرئ،په اړه یې وضاحت را کړئ ؟

ځواب : کابل ښاروالی د کابل ژوبن د اصلی حامی په توګه ددغه ژوبڼ په ښکلا او بیا رغاونه کې هغه لازم تدابیرچې کابل ژوبڼ ورته اړتیا لری ترلاس لاندې لری چې په ترڅ کې یې یو لړمثبت بدلونونه هم په دې اړه را منځ ته شوی خو په ټوله کې د کابل ژوبڼ د پراختیایی پلان په اړه په پراخو ابعادو عملاً داسې کار چې ژوبڼ د ښار یوې داسې پراخې سیمې ته چې هلته تفریحی پارک هم موجود وی،روان دی.

د وروستۍ پوښتنې په توګه: که د کابل ژوبڼ د تاریخچې په اړه معلومات را کړئ ؟

ځواب : تاسې ته معلومه ده چې کابل ژوبڼ  داخلی او بهرنیو حیواناتو د نندارې  بنسټ دی. هرڅوک دا هیله لری چې لیدنه یې وکړی،دا بنسټ په ۱۳۳۶ ل کال د پخوانی پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د زوی شهزاده نادر په غوښتنه او نوښت را منځ ته شو چې لومړی رییس یې هم په خپله شهزاده نادر و، خوبیا هم دغه ټکی ته اشاره کوم چې کابل  ژوبڼ هم د هېواد د نورو تاسیساتو په شان په تېرو جګړه ییزو ناتارونو کې وځپل شو، خو اوس بېرته پر پښو ولاړ دی او فعالیت لری .حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید