روزنامه هیواد

کابل: د افغانی مذاکراتو لپاره سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده

په داسې حال کې چې د ولسمشر او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسی هوکړې په لاسلیک سره د افغانستان سولې لپاره پراخې هیله مندۍ رامنځته شوې او د سېمې ډېری هېوادونه د بین الاافغانی خبرو د پیل غوښتنه کوی، خو افغان حکومت بیا وایی، چې دا خبرې او د سولې پروسه هغه وخت بریالۍ کېږی چې د سیمې او نړۍ هېوادونه صادقانه همکاری وکړی.وړمه ورځ روسې، چین، ایران او پاکستان له افغان حکومت وغوښتل چې بین الاافغانی خبرې پیل کړې،خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوری بیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلې چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمې او نورو هېوادونو صادقانه همکاری ضروری ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید