د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د (کووېډ-۱۹) ضد هغه واکسین لومړنی څو لکه دوزه پرون کابل ته ورسېدل ،چې کواکس نړیوال ایتلافیې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.د افغانستان د روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، چې د استرازینیکا ۴۶۸ زره دوزه واکسین د هند له ممبیی ښار څخه په الوتکه کې د کابل هوایی ډګر ته راورسېدل.د خبرپاڼې له مخې، افغانستان د جنوبی آسیا هېوادونو لومړنی هېواد دی، چې د کواکس لهخوا دغه واکسین ترلاسه کوی. کواکس چې د نړۍ له بېوزلو هېوادونو سره د واکسین مرسته کوی، له افغانستان سرهیې د دری میلیون دوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.په افغانستان کې د (کووېډ-۱۹) ناروغۍ ضد د استرازینیکا هغه واکسین د تطبیق بهیر له یوې مودې راهیسې پیل شوی، چې پنځه لکه دوزه هند افغانستان ته ورکړی دی.