روزنامه هیواد

کابل او اسلام آباد پر غلام خان بندر د تجارت د ډېرېدو هڅه کوی

د افغانستان او پاکستان چارواکو د چهار شنبې په ورځ وویل: پلان لری د غلام خان بندر په دایمی توګه د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیزی او له دې لارې سوداګرۍ ته، چې اوسمهال په کمه اندازه کېږی، زیات کړی.په اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل ، چې د پاکستان له یو شمېر امنیتی مسوولینو سره غلام خان بندر څخه لیدنه کوله وویل: د دغه بندر له لارې د خلکو د تګ راتګ او په دوه اړه خیزه توګه د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د دواړو حکومتونو ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی دی.ښاغلی مشعل وویل: ((  یوازې یې د تجارتی اړیکو لپاره نه، بلکې د ترانزیټ او د خلکو د تګ راتګ لپاره هم باید اړین کارونه وشی. هغه څه چې په پاکستانی حکومت پورې اړه لرله په هغو مو کار کړی او هغې خوا مو مسایل را خلاص کړی دی.))د پاکستان د سرحدی ځواکونو افسر شهزاد، چې د هغه هېواد په استازیتوب د دواړو هېوادونو په سرحد کې په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل: د خلکو پرمخ د غلام خان بندر پرانیستل د دواړو هېوادونو غوښتنه ده او دا به په اقتصادی وده کې مهم رول ولری.ده وویل: ((  ددې لارې پرانیستل به د کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو لپاره ګټور تمام شی. موږ هیله لرو، چې د اړینو آسانتیاوو په برابرولو سره ډېر ژر دلته راشو او راتلونکی کې به د غلام خان ترمینل له لارې ډېره راکړه ورکړه ولرو.))د اسلام آباد لپاره افغان سفیر او د خوست ولایت حکومتی او ملکی چارواکو په رسمی توګه د دې بندر د پرانیستلو لپاره د چمتووالی لپاره د کرښې دې غاړې ته د کمیسارۍ او ګمرک له ودانیو څخه هم لیدنه وکړه.د سوداګرۍ په برخه کې د افغان مسوولینو پر وینا غلام خان بندر، د سپین بولدک او تورخم بندرونو په نسبت د پاکستان ستر تجارتی مرکز کراچۍ ته شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره نږدې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید