روزنامه هیواد

کابلوف: د طالبانو او امریکا مذاکرات به ژر پیل شی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړى استازى ضمیر کابلوف وایی: مسکو به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د مذاکراتو د بیا پیل ملاتړ وکړی.ضمیر کابلوف دا خبرې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې په ترڅ کې له خپل امریکایی سیال سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته کړې دی او ویلی یې دی چې روسیه به د خبرو میز ته د امریکا او طالبانو د ژر تر ژره راګرځولو په برخه کې مرسته وکړی.نوموړی ویلی: د مذاکراتو د بیا پیل نېټه نه ده معلومه ، خو په دې تړاو د دواړو لوریو تمایلات زیات دی: (( موږ به یو ځای کار وکړو ،چې مذاکرات ژر تر ژره پیل شی.)) دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر میاشتې له ۹مې راهیسې د امریکا ولسمشر په ناڅاپی ډول له طالبانو سره د سولې خبرې درولې دی او وایی: دا ډله د اوربند پر ځای په جګړه ډېر ټینګار کوی، ځکه واشنګټن له خبرو شاته شوی او بریدونو ته به زور ور کړی.خو طالبانو ویلی، خبرو ته بیا هم چمتو دی او د ټرمپ دا پرېکړه ورته ناببره خبر و.

ممکن است شما دوست داشته باشید