روزنامه هیواد

ښځې زموږ د ټولنې نیمه برخه جوړوی، نود سولې په خبروکې دې د دوى حقونو ته درناوى وشی

دسولې د راتلولپاره له بل هروخت ځخه اوس هڅې ګړندۍ شوی دی. سربېره پرامریکا  دچین دبهرنیو چارو وزیر هم په تاچکستان کې دغونډې پرمهال په افغانستان کې دسولې راوستو له بهیر څخه خوښی ښودلې ده. دافغانستان دولت هم له طالبانوسره دخبرو کولولپاره تیارى نیسی او دامریکا استازی هم له طالبانو سره خپلې خبرې اغېزمنې ښودلی دی. یوه مهمه موضوع دسولې په خبرو اومذاکراتو کې دافغان ښځوګډون دى، چې وتوانیږی دټولنې له نیمایی برخې استازیتوب وکړاى شی. دهېواد ورځپاڼې خبریال دټولنیزوعلوموله کارپو هې آغلې لېمې ((خیال)) سره مرکه کړې، چې خپرېږی.

پوښتنه : ښځې زموږ دټولنې نیمایی برخه جوړوی، نودسولې په خبروکې دې  د دوى حقونوته  درناوى وشی، تاسو د دولت اوطالبانو ترمنځ دسولې راوستلو په خبروکې دښځو برخه څنګه ارزوئ؟

ځواب: کله، چې دسولې مشورتی لویه جرګه پرانیستل شوه، ښځو په دغې لویه جرګه کې توده ونډه اخیستې وه، چې څوتنه یې د کمېټو مشرانې هم وې. کابودېرش سلنې ښځو په یاده جرګه کې برخه لرله اوخپل وړاندیزونه اوغوښتنې یې څرګندې کړې، نو زه هیله منه یم، چې له طالبانو سره په خبروکې دښځو غوښتنې له پامه ونه غورځول شی. دافغانستان خلک په پرله پسې توګه له اوږدوکلونو راهیسې په جګړو کې ژوند کوی، نوجګړه پرته له بدبختیو بل څه نه شی زېږولى او په جګړه کې څوک سمه ساه نه شی اېستلى. افغانان اوس سولې ته تږی دی او په رښتیا باید په هېواد کې سوله واکمنه شی.

څرنګه،چې سوله راتلونکې ده، دښځوله حقونو څخه باید، سترګې پټې نه شی. په مذاکراتو کې دښځو دحقونو په هکله باید احساساتی چلند ونه شی اوکوم حقونه، چې په ټولنه کې یې لری هغه دی هېرنه شی. هغه مادې، چې په مشورتی جرګه کې  ومنل شوې هغه باید په پام کې ونیول شی اودسولې راوستو په خبروکې دې هم مطرح شی. ښځې باید له پامه ونه غورځول شی اودپخوا کلونوپه څېرپه خپلو کورونوکې کښې نه نې، بلکې دوى دې په ټولنه کې پراخ ګډون ولری، زده کړه او کاردې وکړی. د تېرو۱۷ کلونو په اوږدوکې افغان ښځو په بېلابېلو برخوکې ډېرپرمختګونه کړی دی، خداى مه کړه، چې دغه پرمختګونه او لاسته راوړنې هېرې اوپه اوبولاهو نه شی. ښځو په علم، سپورټ، ژورنالیزم، سینما، معارف، هنر، موسیقۍاو نورو برخوکې ډېر پرمختګ کړى دى. تېره اوونۍ خبره شوم، چې یوه مېرمن دافغان فلم رییسه مقرره شوې، داخپله دښځو وړتیا ښیی. هغه لاسته راوړنې، چې ښځې یې لری له هغو څخه باید سترګې پټې نه شی.

ده زیاته کړه : کله، چې سوله راځی، له مخکې باید دښځو هویت، ونډه اورول څرګند اوټاکل شوى وی. اوس موږ ګورو، چې ښځې له تحصیلی ټولنو رانیولې تردولتی ادارو پورې کار کوی او پرخپلو دندو بوختې دی، چې دابهیر دهېواد په پرمختګ کې اغېزمن رول لوبولى شی. نجونې باید
ښوو نځیو ته ولاړې شی او لوړو زده کړو ته لاره ومومی، چې دهېواد په آبادولو او سمسورولوکې خپل رول ترسره کړاى شی. هغه مهال یوهېواد پرمختګ کولى شی، چې دښځو حقونوته په ټولنه کې درناوى وشی.

پوښتنه: طالبان بایدله دولت سره په خبروکې دښځو دحقونو لپاره څه لیدلورى اوکړنلاره غوره کړی؟

ځواب: اوسنی خلک دخوى اوعادت له پلوه دپخوانیو خلکوپه څېرنه دی. دوى که ښځینه دی اوکه نارینه پر خپلو حقونو پوه  اوخبردی.هغه حالت، چې پخواپرې تحمیل شوى وهغه یې منلى واوپه خپلو کورونو کې ناستې وې، خواوس ګورو، چې ښځې ډېرې هوښیارې شوې دی. دوى زده کړه اوتحصیل کوی، ډېرکتابونه یې لوستلی دی اوپه خپلو حقونو اوواک، چې په ټولنه کې یې باید ولری پوه دی. دښځو دشعور او پوهې کچه دپخوا کلونو په پرتله لوړه شوې اوکولى شی خپل حقونه وپېژنې. دپخوانیو کلونو حالت، چې پرښځو تپل شوى واوس ورته دمنلووړنه دى.

دا، چې دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې راوستو خبرې شوی اویا کېږی دافغانستان ښځینه ووخپلې غوښتنې مطرح کړی دی اودسولې په راتلونکو مذاکراتوکې به یې هم غوښتنې مطرح شی، نو ویلى شم، چې افغان ښځو ډېرې جګړې اوناخوالې لېدلې دی اوپه یوجګړه ییز چاپېریال اوټولنه کې روزل شوی، او د سولې اوثبات دراتلوپه تمه دی، خو داسې سوله او ثبات، چې په کې دښځو ونډه اوحقونه ترپښو لاندې نه شی. دښځو حقونو ته نه پاملرنه داندیښنې اوتشویش وړده، نوپه مذاکراتوکې دې دښځو پرغوښتنو او دهېواد پرنورو ستونزو خبرې وشی او وروسته دې یوه توافق ته ورسېږی.

پوښتنه: تاسو څه غوښتنه لرئ؟

ځواب: هغه کسان، چې دسولې راوستوپه مذاکراتو کې ګډون کوی اوخبرې پرمخ بیایی  دافغانستان وګړی  دی، دوى په هره طبقه پورې، چې اړه لری ښځې دی یا نارینه، دښځو له مسئلې سره دې په سلیقوى ډول چلند ونه شی، بلکې، دافغانستان دټولو ښځو په اړه دې یوه هراړخیزه اولویه طرحه وړاندې شی. دښځو دزړونو غوښتنې دې په خبروکې مطرح شی، نه په سلیقوی ډول، چې دچوکۍ ورکولو په شکل وی. اوس موږ اوتاسی ګورو، چې افغانان روحاً ډېرستومانه اوپریشانه دی، نوپه کاردی، چې همداحالت له دې نه هم ډېربد نه کړو، بلکې هغه ښه کړو، چې افغانان وتوانېږی په سوله اوثبات کې ژوند، کاراوزده کړه وکړی.         محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید