روزنامه هیواد

ښځې د نارینه وو ترڅنګ د حکومت په جوړولو کې یو شان ونډه لری

د اسلام سپېڅلی دین د نړۍ د ټولو ادیانو په نسبت د ښځې مقام  ته درناوى کړى او په اجتماعی او سیاسی ډګر کې یې له نارینه وو سره یو شان حقوق ورکړی دی. له ټولو څخه د مخه یې ښځې ته د ژوند حق ورکړی او په ژوند د دوى خښول، چې د عربو د جهل په دوره کې رواج وو غندلی او منع کړی دی. د حضرت محمد مصطفى (ص) له بعثت سره سم له ښځو سره ظلمونو او زیاتی ته د پاى ټکی کېښودل شو. ښځو ته د شریف انسان په سترګه وکتل شول. په اوسنی عصر کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښځو نړیواله ورځ، د مارچ په اتمه هر کال په هېواد کې نمانځل کېږی او سږ کال هم د ځوانانو همپالنې بهیر او د افغان ښځو د یووالی بنسټ لخوا د ښځو ورځ ونمانځل شوه او ټولو خویندو ته یې ددې ورځې مبارکی او په چارو کې ورته د لا بریاوو غوښتنه وشوه . دا ورځ په ټوله نړۍ که نمانځل کېږی او د ملګرو ملتونو له خوا یوه منل شوې ورځ ده، چې څنګه مرمنې خپلو حقونو ته ځیر شی او څنګه د ټولنې خلک خپلو مېرمنو ته حقوق ورکړی.په نړۍ که درې احساسه ډېر مهم، یو د مهین او هېواد احساس دوهم د آزادۍ او درېیم د مور احساس، چې مور هماغه مېرمن ده کومه چې زیار وباسی، چې ټولنه لاهم ښایسته کړی او د هر بریالی سړی تر شا د یوه موفقې مېرمنې لاس دی. په نړۍ کې چې لویې لویې لاسته راوړنې او پرمختګونه چې نن تر سترګو کېږی په هغه کې د نارینه وو تر څنګه د ښځینو زیار هم لیدل کېږی.ښځه له هره پلوه د درنښت وړ، پاکه، سپېڅلې او معصومه طبقه ده او پر وړاندې یې تل انسانی چلند په کار دى، چې د هرې انسانی ټولنې نیمایی برخه هم همدا ښځې جوړوی، خو په ډېرې  خواشینۍ سره باید ووایو، چې زموږ په هېواد کې هم د دغه مصعوم قشر پر وړاندې په یو ډول نه یو ډول تاوتریخوالی شتون لری، نو ډېره اړینه او ضروری خبره ده، چې د ښځو پر وړاندې د انسانی کرامت له مخې د هر ډول تبعیض، توپیر او تاوتریخوالی مخنیوی وشی او په هر اړخیزه توګه هڅه وشی، چې د دوی پر وړاندې د انسانی کرامت له مخې له بشپړ انسانی چلند او ښه سلوک څخه کار واخیستل شی، ځکه ښځه په حقیقت کې روزونکې، پالونکې او ساتونکې ده او سربېره پر دې، چې ښځه مور ده او د هرې کورنۍ، د چارو د سمبالښت ترڅنګ د اولادونو روزنه، پالنه او څارنه هم کوی، همدا راز زموږ په ټولنه کې عملاً  ګڼ شمېر ښځې د نارینه وو ترڅنګ د ملکی ادارو په خواکې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې په دندوهم بوختې دی، چې واقعاً په نه ستړې کېدونکی توګه خپلې دندې پر مخ بیایی او په دې توګه هېواد او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو مصدر ګرځی. (ص، م)

ممکن است شما دوست داشته باشید