روزنامه هیواد

ښوونکی د ناپوهۍ په تیارو کې د معرفت روښانه ډېوې بلوی

معلم ( ښوونکی ) هغه څوک دی، چې هرڅومره یې ستاینه وشی بیا هم لږه ده. معلم هغه څوک دی چې په ماشومتوب کې ذهنیتونه په حرکت را ولی او بیا له همدغو انسانانو له ډلې نوابغ او اتلان جوړېږی، ښوونکی هغه څوک دی چې د نننۍ نړۍ ټول پرمختګونه د هغه د هلو ځلو او تدریس زېږنده دی او بالاخره ښوونکی هغه څوک دی چې د جهل په تورو تیارو کې د معرفت روښانه ډېوه بلوی او انسانیت رهبری کوی.

د ښوونکی ورځ د میزان په ۱۳مه نېټه د هېواد په مرکزاو ولایتونو کې د ښوونکو او زده کونکو د تودو ولولو په ترڅ کې ونمانځل شوه، ښوونکو ته د زده کوونکو لخوا ډالۍ ورکړل شوې، د هغوی لاسونه ښکل شول او مقام ته یې درناوی وشو.

د هېواد ورځپاڼې خبریال د کابل له پنځمې تعلیمی حوزې ( د غلام محمد غبار ) له لېسې څخه رپوټ برابر کړی،چې له تاسو لوستونکو سره یې شریکوو.

د ښوونکی مقام ته د درناوی او د معلم د ورځې د نمانځنې غونډه د ورځې په آتو بجو د قرانکریم په تلاوت پیل ورپسې د ملی سرود په اورولو سره حاضرین په پښو ودرېدل، د لېسې آمر ښاغلی عبد الغفور «رحمانی» لومړنی ویناوال و، چې د غونډې په پیل کې داسې وویل : خوشحاله یم چې بیا هم د یوه کال په تېرېدو سره یو ځل بیا هغه ورځ را ورسېده چې د ښوونکی د مقام درناوی په کې کېږی او موږ او تاسې هم اوس په یوه داسې محفل کې ګډون لروچې د معلم د مقام ستاینه په کې کېږی .

ښاغلی رحمانی وویل :  د بشریت لومړنی ښوونکی د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) دی چې د اسلام دین یې بشریت ته ور زده کړ او بشریت یې په هغه لاره روان کړ چې د دنیا او آخرت نیکۍ یې په کې نغښتې دی.

د غونډې دوهم وینا وال د پنځمې تعلیمی حوزې آمر محمد صدیق ( یقین) و چې په لاندې متن یې د پوهنې د سرپرست وزیرمیرویس بلخی رالېږل شوی پیغام ولوست ( روز معلم را برای تمامی معلمان، اساتید و مدرسان عزیز تهنیت عرض میدارم، درود و سلام میفرستم بر پیشوایان راه روشنګری، آنهایی که با هزار و یک چالش و درد سر قله های بلند صبر و پایدارای را فتح نموده برای تنویر اذهان آینده سازان این سرزمین، با تلاش های مداوم ، پیګیر و خستګی ناپذیر به جلو ګام بر میدارند.

معلمان عزیز!

من به حیث مسوول درجه یک خانواده معارف و به عنوان فردی که پیشینه ی خدمت معلمی دارم، میدانم که امروز شما با چه چالش ها و مشکلات روبرو هستند، من میدانم که امروز جایګاه معنوی معلمان عزیز ما که مقدس ترین شغل (شغل انبیا‌ء علیهم السلام) را در شرایط دشوار و خطیر کنونی به عهده دارند تضیعف ګردیده است و نیز از معاش و امتیازات کافی که باید به عنوان پاداش خدمات بی شایبه ی شان پرداخت شود مستفید نیستند. اما شما معلمان عزیز ثابت ساختید که در راه تعلیم  تربیت فرزندان این سر زمین از هیچ ګونه تلاش دست بردار نیستید و هیچ مانع انجام وظیفه ی مقدس تان نمی شود. هر چند امکاناتی که ما در سال های اخیر در قسمت بهبود وضعیت مادی و معنوی شما فراهم نمود ایم کافی نیست اما خوشبخت هستیم که توانسته ایم حد اقل به تقاضا های کوچک شما با توجه امکانات، شرایط و فرصت ها لبیک ګوییم.

ـ از مسوولان حکومت افغانستان با ارسال طرح چهار ګزینه ای در قسمت افزایش معاش و امتیازات شما، تقاضا نمودیم تا با توجه به امکانات پولی موجود، در این مورد توجه صورت ګیرد.

ـ از سال ۱۳۸۸ به این سوء ۹۱۹۷۹ نمره زمین برای معلمان طبق مقرره توزیع نمرات،توزیع ګردیده است اما از آنجایکه توزیع این نمرات نتوانسته بودند درد بی سر پناهی معلمان را درمان کنند، ما طرح مسکن قابل استطاعت را روی دست ګرفتیم که کار تخنیکی روی آن جریان دارد و انتظار داریم در آینده ی نه چندان دور کلید آپارتمان های آماده شده را برای معلمان عزیز ما تسلیم نمایم.

ـ خوشبختانه در سال ۱۳۹۷ خورشیدی قدم و بست های ۹۶۰۰۱ تن از معلمان و استادان عزیز ما ارتقا پیدا کرده و از امتیازات آن مستفید شده اند.

ـ به منظور رفع مشکلات کوچک مالی معلمان لایحه صندوق قرضه برای معلم در سال ۱۳۹۷ خورشیدی تجدید شد که فعلاً در شهر ولایت کابل و هرات فعالیت دارد و به زودی در ولایت های بلخ و ننګرهار نیز افتتاح و به بهره برداری سپرده میشود.

ـ در بخش استخدام ها نیز فعلاً شفافیت لازم بمیان آمده است و معلمانی که در بست های رسمی و قرار دادی استخدام می شوند از طریق سپری نمودن رقابت آزاد استخدام می ګردند.

ـ تلاش بر این است تا بست های معلمانی که سه سال به عنوان معلم حق الزحمه با ما کار کرده اند پس از موافقت کمېسیون اصلاحات اداری و سایر جوانب ‌‌ذیدخل رسمی ګردد و نیز معلمانی که در جریان سالهای ګذشته امتحان رقابتی را سپری نموده اند بتوانند با تعدیل و ایزاد در برخی از مواد مقرره امور ذاتی کارمندان خدمات ملکی دوباره به وظیفه خود برګردند.

ـ ارتقای ظرفیت از بحث های جدی ما در دهه ی معارف است و در محراق توجه ما قرار دارد. امسال ۲۰۰۰۰ معلم در برنامه داخل خدمت جهت ارتقای ظرفیت به دار المعلمین ها معرفی شده اند . با وزارت محترم تحصیلات عالی نیز توافقنامه امضاء شده است که بر اساس آن معلمانی که نیاز به ارتقای ظرفیت دارند به مراکز تحصیلات عالی معرفی می شوند، در دهه ی معارف تمامی تلاش های ما بر محور معلم و شاګرد که در عنصر اساسی معارف اند متمرکز است.

ښاغلی عبد الطیف چې د یادې لېسې ښوونکی و، د معلم د ورځې په اړه یې یوې جالبې نقطې ته په اشارې وویل : دا ورځ پخوا په ملی کچه د جوزا په درېیمه نېټه نمانځل کېده، خو افغانستان ته د نړیوالې ټولنې په راتګ او همغږۍ سره د دې ورځې نمانځنه د اکتوبر پنځمې نېټې بدله شوه او اوس له څو کلونو را پدېخوا دا ورځ د میزان په ۱۳مه نمانځل کېږی .د غونډې په پای کې د کابل پو هنتون د ورزشی انجمن مشر محمد طارق ((صابر)) د باتوران دود او آرچرۍ د فدراسیون په استازیتوب په مستحقو استادانو ستاینلیکونه ووېشل او همدارنګه د زده کوونکو لخوا په استادانو ډالۍ ووېشل شوې، غونډه د غرمې په دوولسو بجو پای ته ورسېده .

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید