روزنامه هیواد

ښایی روانه میاشت د عمرې حج مراسم پیل شی

د سعودی عرب رسنۍ وایی، ښایی د روانې میاشتې په ۱۳ مه د عمرې د حج مراسم له سره پیل شی.د یاد هېواد ځینو رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله ویلی، چې د راتلونکې اکټوبر له ۴ مې یا د تلې میاشتې له ۱۳مې وروسته به بېرته د عمرې مراسمو د ترسره کېدو اجازه ورکړی.د سعودی عربستان حکومت بیا ویلی، چې د دې مراسمو د ترسره کېدو لپاره به ځانګړې تګلاره جوړېږی او د ټولو روغتیایی سپارښتنو په پام کې نیولو سره به د عمرې مراسمو د ترسره کېدو لپاره اجازه ورکوی.دا په داسې حال کې ده، چې د عمرې حج د ترسره کېدو مراسم د کورونا وبا د خپرېدو له وېرې درېدلې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید