روزنامه هیواد

ښایی د قطر بین الافغانی غونډه یومخ لغوه شی

راپورونه وایی چې د قطر غونډه په دې خاطر ځنډېدلې چې د قطر حکومت د طالبانو له غوښتنې سره سم له افغانستانه د تلونکی لېست له منځه د دولتی غړیو د وتلو غوښتنه کړې ده. طالبانو ظاهراً له افغانستانه قطر ته د تلونکو کسانو د شمېر پر ډېروالی اعتراض کړی خو باوری سرچینې وایی چې طالبانو د قطر حکومت ته ویلی چې دوی یوازې له هغو کسانو سره په غونډه کې خبرو ته کښېنی چې حکومتی دنده ونه لری. وال سترېټ ژورنال ورځپاڼې لیکلی چې طالبانو ویلی چې له کابله له ورتلونکی پلاوی سره خبرې نه کوی ځکه چې دا پلاوی د افغانستان د دولت استازیتوب کوی. روېټرز خبری اژانس ته افغان چارواکو او لوېدېځو دیپلوماتانو ویلی چې د دوحې غونډه به تر هغو ونه شی چې طالبان او حکومت د مرکچیانو پر سر موافقې ته نه وی رسېدلی. یوه لوېدېځ دیپلومات وویل، د دې لپاره چې په دوحه کې بین الافغانی غونډه جوړه شی، حکومت باید د پلاوی په ترکیب کې بدلون راوړی. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رویټرز خبری اژانس ته ویلی، په ۲۵۰ کسیز لېست کې ځینې شامل  کسان د هغه فهرست یومخ خلاف دی چې مخکې پرې موافقه شوې وه. ده همداراز ویلی چې په لېست کې د افغانستان د حکومت د غړیو شاملېدا د منلو نه ده. ټاکل شوې وه چې د دوحې غونډه پرون (جمعه) پرانیستل شی. د افغانستان د حکومت ځینې چارواکی وایی، که طالبان او قطر پر دې اصرار وکړی چې د دوحې په غونډه کې دې دولتی چارواکی ګډون نه کوی، د افغانستان حکومت به دا غونډه کاملاً فسخه کړی. طالبانو په خپله رسمی وېبپاڼه کې هم لیکلی چې د دوحې په غونډه کې د یو شمېر افغان چارواکو ګډون دوی ته د منلو نه دی او د پلاوی د غړیو شمېر هم تر اندازې زیات دی. ویل شوی چې د افغانستان حکومت قطر ته ویلی چې دوحې ته د غونډې د برخوالو د وړلو لپاره خپله الوتکه کابل ته ورونه لېږی. د افغانستان د حکومت سرچینې وایی چې قطر په کابل کې د چمتو شوی ۲۵۰ کسیز لېست له منځه د ۳۰ تنو نومونه ایستلی دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د خپلو سرچینو په قول لیکلی چې ممکن د قطر غونډه له سره دایره نه شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید