روزنامه هیواد

ژوند ښکلی دی  راځئ چې رښتینی ژوند وکړو

په کړس کړس یې وخندل، شاته یې راوکتل، په داسې حال کې چې پر شونډو یې مسکا خوره وه، ویې ویل: بس نو څه به کوو؛ خو همدا دوې ورځې ژوندون دی، په خوشحالۍ سره به یې تېروو. ژوند، چې ډېر کسان یې لا په مفهوم او تعریف نه پوهېږی، ریښتینی ژوند نه پېژنی او د غوره ژوند پر اصولو یې مزل نه دی کړی، غواړم خبرې پرې وکړم. ژوند کوم ځانګړی تعریف نه لری، هر عالم او فیلسوف د خپل فکر او تجربو پر اساس ورته تعریف جوړ کړی دی؛ خو یواځې دا نه چې د یادو اشخاصو په نزد د ژوند تعریفونه بېل بېل نه دی بلکې هر انسان، ژوند د خپل فکر د زاویې پر اساس تعریفوی. ژوند چې د تحول او تکامل نوم دی؛ نو هر هغه څه چې د تحول او تکامل په حال کې دی ژوند ورته ویلای شو. کېدای شی تاسو ووایئ چې ټکنالوژی او یا وسایل هم د تحول په حال کې دی هغه نو څه دی؟ ایا د هغوی موجودیت او وخت تېرولو ته هم ژوند ویلای شو؟ نه، یواځې هغه شیان ژوندی بللای شو، چې په طبیعی ډول په تحول او تغییر کې نه دی یا ویلی شم هغه اجسام چې د روحونو لرونکی دی او تحول کوی په ژوند پورې اړه لری. د صحرا ډبرې یا خپله صحراوې په پېړیو پېړیو په خپل حال پاتې وی، ژوندۍ یې نه شو بللای. د هغو وخت تېرول په دې نړۍ کې ژوند نه دی؛ خو بیا هم ښایی د وخت په تېرېدو سره څه ناڅه تحول وکړی لکه د لویو ډبرو بدلېدل پر کوچنیو او د هغو بدلون بیا پر نورو کوچنیو، ان د رېګ تر کچې؛ خو لکه څرنګه چې د پسرلی ګلان د پسرلی په رارسېدو سره له مځکې راټوکېږی، لویېږی، غوړېږی، مړاوې کېږی او بېرته خاورې کېږی په ژوندانه کې حسابېږی او ژوند د همدغسې تغییر، بدلون او تحول نوم دی. ډېر خلک وایی چې ژوند خوشحالی او الهی ډالۍ ده او ژوند د خلکو تر منځ د ښو اړیکو درلودل دی؛ خو ځینې نور بیا ژوند د زړه سکون یادوی او وایی چې د زړه سکون او ارامېدل تر ټولو ښه ژوند دی؛ خو فلسفه بیا ژوند یو راز ګڼی او وایی چې پر دغه راز باید هر عاقل او هوښیار شخص پوه وی. هغوی وایی چې په ژوند کې به دنیوی چارو ته پام نه کوئ، بلکې ټول فکر به اصل ته کوئ او د اصل پر وجود به مو د زړونو مراندې تړلی وی، ټولو دنیوی چارو ته به شا کوئ، تر څو له ژونده خوند واخلئ. خو نه، دا سمه نه ده ځکه چې الهی ذات هر څه د همدې انسان لپاره پیدا کړی دی. مځکه، غرونه، اسمانونه، بحرونه، مېوې، حیوانات، اوبه، اور او هوا یې ورته تابع کړی دی. دا ټول یې په دې خاطر کړی چې انسانان ترې ګټه پورته کړی او خپل ژوند پر مخ بوزی. ځینې کسان بیا ژوند، د خېټې په مړولو کې خلاصه کوی؛ یواځې د خېټې مړول ژوند نه دی؛ خو د ژوند یو مهم ضرورت یې ګڼلی شو. په ژوند کې چې حرکت او فعالیت نه وی او له  قوت او قدرت نه محروم وی، کوم ارزښت نه لری. هغه ژوند چې پوهه او بصیرت ورسره مل نه وی، او د شعور او احساس برخه یې نیمګړې وی ښه ژوند ورته نه شو ویلای. ګېډه مړول، په ښه کور کې اوسېدل او د ښو لباسونو اغوستل د ژوند لومړنی ضرورتونه دی، خو  دا د ژوند لپاره کافی نه دی. په ژوند کې د ذهن او روح اطمینان د راتلونکې په نسبت ښه انتظار، د انسانی آزادۍ او بشری حقونو تامین او تکمیل د ژوند لپاره ډېر مهم او اړین ضرورتونه شمېرل کېږی. د ژوند لپاره جمال یا ښایست او جلال یا لویی او عظمت، دواړه په کار او اړین دی. ښایی یو شخص ښه جمال او ښایست ولری؛ خو تر څنګ یې بیا د جلال کمی وی، نو بیا به یې ژوند ډېر بې خونده او تریخ وی. د ژوند لپاره بل د ارزښت وړ توکی ښه اخلاق دی. ښه اخلاق د ژوند زېور دی او بې له اخلاقو به ژوند بې مفهومه وی. تاسو به فکر کړی وی، هغه کسان چې ښه اخلاق نه لری د ټولنې د وګړو نه خوښېږی. رذالت کوی او تر خپلې وسې د نورو د ژوند د خرابوالی لامل ګرځی. د اخلاقو په ارتباط ګڼ نبوی احادیث هم موجود دی. ښایی د ځینو کسانو ژوند ډېر ښه نه وی یا که په عامه اصطلاح ووایم هغه کسان چې غریب، خوار او فقیران دی دومره د افسوس خبره نه شی کېدای ښایی ځینې کسان په فقر کې خوښ نه وی؛ خو د تشویش خبره نه ده. مګر هغه کسان چې له ژوند څخه زړه توری شوی او د ژوند په وړاندې یې ماتې منلې، ډېر د افسوس او تشویش خبره ده. د مځکې په شمول هر خلق شوی او هر کشفېدونکی شی د ځانګړی هدف لپاره پیدا او کشف شوى دى. انسانان او پېریان هم د یوه هدف لپاره پیدا شوی ،چې هغه ښه ژوند دی؛ خو دا ښه ژوند یې بیا په الهی عباداتو کې نغښتی دی. په دې اړه الهی ذات په قران کریم کې فرمایی: ژباړه: موږ نه دی پیدا کړی انسانان او پېریان، مګر د عبادت لپاره. پورتنی ایت چې مفسیرینو تفسیر کړی ، لومړی یې عبادت تعریف کړی. هغوی وایی چې عبادت هر هغه عمل دی چې د خدای (ج) د رضا لپاره وشی. دلته هم د یعبدون له کلیمې څخه مراد ټول هغه غوره کارونه کول دی، چې د الهی ذات د رضایت سبب ګرځی. کله چې یو انسان غوره کړنې وکړی؛ نو الهی ذات د بنده ګانو په دې غوره کارونو خوښېږی. کله چې خدای (ج)، رسول (ص) او هم نور انسانان خوښ شول، نو دې ته رښتینی ژوند وایی. د ژوند لپاره بل مهم او اساسی ټکی اعتدال دی. په کومه ټولنه کې چې د وګړو تر منځ د اعتدال پایه ټینګه وی، هغه خلک غوره ژوند لری. ژوند د تحول او تکامل نوم دی. غوره اخلاق، د وګړو تر منځ د محبت تخمونه شیندل، هر چاته احترام کول، درواغو ته شا کول، د خلکو حقوقو ته بشپړ احترام کول او د غوره ژوند د درلودلو لپاره هلې ځلې کول د ژوند اصول دی.  په ژوند کې چې حرکت او فعالیت نه وی او له قوت او قدرت نه محروم وی، ارزښت نه لری. د ښه ژوند د درلودلو لپاره باید حرکت او فعالیت وشی. د ژوند لپاره د جلال او جمال شتون دوه اړین توکی دی. ښه اخلاق د ژوند لپاره زېور دی، چې هر انسان یې باید په تلاش کې وی. هر څه د یوه هدف پر اساس خلق شوی دی؛ نو د انسان د تخلیق یو مهم هدف هم همدا دی چې ښه یا رښتینی ژوند وکړی.

ژوند ښکلی دی، راځئ چې رښتینی ژوند وکړو.

محمد عارف زیار

ممکن است شما دوست داشته باشید