روزنامه هیواد

ډونالډ ټرمپ ډنمارک ته خپل سفر وځنډاوه

ډنمارک د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې پرېکړې حیران کړى ،چې دغه هېواد ته خپل رسمی سفر ځنډوی.دا پرېکړه وروسته تر دې شوې، چې د ډنمارک حکومت د امریکا دا وړاندیز رد کړ، چې د ګرینلنډ سیمه  پر امریکا خرڅه کړی.د ډنمارک شاهی ماڼۍ وړه ورځ خپله حیرانتیا څرګنده کړه او صدراعظمې میتی فریدریکسن وویل: دا ناهیلې شوې ده.ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ د سپټمبر په دوهمه د ډنمارک د ملکې دوهمې مارګریت په بلنه ډنمارک ته ولاړ شی. تر دې سفر مخکې ولسمشر ټرمپ وړاندیز کړى و، چې امریکا دې ته لېواله ده، چې ګرینلنډ واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید