روزنامه هیواد

ډونالډ ټرمپ د هند احمد آباد ښار ته تللی

د امریکا ولسمشر ټرمپ د هند لوېدیځ کې پراته احمد آباد ښار ته رسېدلی.هند چې د نړۍ په کچه پنځم لوی اقتصادی هېواد دی، د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د هغه د مېرمنې ملانیا ټرمپ کوربه دی.ښاغلی ټرمپ او د هند صدراعظم نرېندرا مودی د هند په ستډیوم کې ،چې د نړۍ په کچه دوهم لوی ستډیوم دی، د یو لکو کسانو غونډې ته وینا وکړه.ټرمپ وویل: (( هند به ډېر ژر د نړۍ په کچه د متوسطې طبقې تر ټولو لوی مېشت ځای شی، اټکل دا دی چې په هند کې به بې وزلی په نږدې لس کلنه موده کې په بشپړ ډول له منځه ولاړه شی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید