روزنامه هیواد

ډونالد ټرمپ په امریکا کې وروستی بریدونه شیطانی کړنې بللې

د امریکا ولسمشر ټرمپ په تکزاس او اوهایو کې د خلکو په مرګ ژوبلې خواشینی ښودلې او بریدونه یې شیطانی کړنې بللې دی.په اوهایو او تکزاس کې د ۲۹ کسانو تر وژل کېدو وروسته ټرمپ دا دواړه پېښې شیطانی کړنې بللې او امر یې کړی، چې په ټولو فدرال ادارو کې د امریکا بیرغونه تر پنجشنبې راښکته شی.ټرمپ ویلی، چې دی او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ د ټولو هغو خلکو لپاره چې د ده په خبره له دغه شیطانی او نه مننونکی کاره زیانمن شوی، دعاوې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید