روزنامه هیواد

ډنمارک له افغانستان سره د حرفوی زده کړو په برخه کې همکاریو ته ژمن دى

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمداشرف غنی د یکشنبې په ماسپښین د افغانستان لپاره د ډنمارک سفیر  نیکولاج پیټرسن  سره د مخه ښې کتنه وکړه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهور رییس غنی په بېلابېلو په ځانګړی ډول فساد سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان  دولت سره د ډنمارک د همکارۍ مننه وکړه.

جمهور رییس  د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې د ښاغلی پیټرسن هڅو قدردانی وکړه او نوموړی ته یې په راتلونکو دندو کې د لا زیاتې بریا هیله وکړه.

د غونډې په پای کې نیکولاج پیټرسن  په افغانستان کې پرخپل ماموریت خوښی څرګنده کړه او وې ویل، د ډنمارک حکومت او خلک د افغانستان حکومت او خلکو سره د حرفوی زده کړو په ګډون په ټولو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی او دغو مرستو ته به دوام ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید