روزنامه هیواد

ډبلیو.اېچ .او: پر کوېډ۱۹ اخته کسانو ته دې د رمدسیویر درمل نه ورکول کېږی

د روغتیا نړیوال سازمان پلاوی سپارښتنه کړې، چې د کویډ ـ۱۹ ناروغۍ بستر شویو ته دې د روغېدو لپاره د رمدسیویر ویروس-ضد درمل نه ورکول کېږی.دغه پلاوی ویلی، دغه درمل د ناروغانو پر ژوندی پاتې کېدو یا د رغېدو د مودې پر لنډېدو ((کوم مهم اغېز)) نه لری.د روغتیا نړیوال سازمان دغو متخصصانو پرون اعلام وکړ، د اوسنیو معلوماتو پر اساس، داسې شواهد نه شته، چې رمدسیویر درمل دې په کویډ ـ۱۹ ناروغۍ اخته کس بهتره کړی.تر لومړنیو څېړنو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو، اروپایی ټولنې او په لسګونو نورو هېوادونو د لنډې مودې لپاره د ګلیاد ساینسیس (Gilead Sciences) په نامه د ویروس-ضد درملو کارونې ته اجازه ورکړې ده.معلومه شوې، چې دغه درمل په کورونا ویروس ناروغۍ د ځینو اخته کسانو د روغېدو پروسه چټکه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید