روزنامه هیواد

ډاکټر خالد فهیم: سویډن کمېټه به په وردګو کې روغتیایی فعالیتونو ته زور ورکړی

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د مرکزی دفتر د پروګرام مشر په افغانستان کې د سویډن کمېټې سرپرست رییس ښاغلی ډاکټر خالد فهیم او د سویډن کمېټې د مرکزی دفتر د روغتیا پروګرام مشر ښاغلی ډاکټر احمدشاه پردېس په میدان ښار کې د وردګو سیمه ییز اداری دفتر څخه لیدنه کې د دغه دفتر د روانو چارو په هکله تازه معلومات واخیستل. ورپسې ډاکټر فهیم او ډاکټر پردیس د دفتر له بېلابېلو څانګو له نږدې کتنه وکړه او موجود کارمندان یې پخپلو ادارو کې د لا ښه خدمت په پار وهڅول. دوی په میدان ښار کې د کورونا ناروغانو لپاره د ګوښې روغتون، د میدان ښار له عامه ولایتی روغتون او د عامې روغتیا له ریاست څخه هم لیدنې پرمهال ښاغلی ډاکټر فهیم وویل: (( لومړی باید د سویډن کمېټې د وردګ سیمه ییز دفتر له کارکوونکو مننه کوم چې په کورونایی سخت حالت کې یې د خلکو خدمت ته ځانونه وقف کړی دی، زه واقعاً ددوی په کار ویاړم. دویم دا چې موږ باید دری سناریوګانې د کووېډ-۱۹ وبایی حالت په وړاندې په نظر کې ولرو، او له مخې یې خپل پلانونه او بودجه له سره تحلیل کړو، لومړی: که دغه اوسنی کورونایی حالت دوام پیدا کوی، دویم که حالت لا هم خرابېږی او درېـیم که حالت عادی کېږی، نو موږ به د تحلیل له مخې وپوهېږو چې څه ډول خپلې سرچینې په ځانګړې توګه مالی سرچینې چې د کورونا وبایی حالت له امله نه دی مصرف شوې، د مصرف مسیر ته را وګرځوو. په لنډه توګه باید ووایم چې زموږ فعالیتونه باید ټکنی او متضرر نه شی، ځکه زموږ فعالیتونه په مستقیم ډول له ځایی خلکو سره تړلی دی، که فعالیتونه ټکنی کېږی، اثر یې په زیان منونکو خلکو باندې وی.)) ښاغلی شفیع الله شریفی د وردګ سیمه ایز دفتر مشر په دې هکله وویل: (( موږ به د دغو وړاندیز شوو درېـیو سناریوګانو په هکله د دفتر له هرې پروژې او څانګې سره مجلسونه کوو او د پلان شویو فعالیتونو لپاره به په بېلابېلو بدیلونو فکر وکړو، زموږ هڅه به دا وی چې دغه تحلیل په ښه توګه ترسره کړو.)) دغه راز ښاغلی ډاکټر فهیم او ډاکټر پردېس په میدان ښار کې د سویډن کمېټې له کورونا روغتون څخه هم له نږدې لیدنه وکړه. ددغې لیدنې کتنې په ترڅ کې د کورونا د مشکوکو او مثبتو پیښو په هکله ډاکټر فهیم ته معلومات وړاندې شول. د کورونا روغتون مسؤول ډاکټر عید محمد ملاخیل وویل: (( په تېرو څو اوونیو کې د کورونا په خپراوی کې متأسفانه چټکوالی راغلی، تقریباً ټول ۲۰۰ مشکوک کیسونه لرو چې له ډلې څخه یې ۷۰ تنو څخه زیات مثبتې پېښې دی.)) په پای کې دوی د سویډن کمېټې د دوه ډاکټرانو یوه ښځینه ډاکټره او یو نارینه ډاکټر (د میدان ښار ولایتی روغتون سرطبیب) په ګډون له څلورو تنو کارکوونکو، سره چې په کورونا ناروغۍ اخته شوی او په روغتون کې بستر دی روغتیایی حالت وپوښ.  د دغې یو ورځنۍ لیدنې کتنې په بهیر، ښاغلی ډاکټر فهیم او ډاکټر پردېس د میدان ښار ولایتی روغتون څخه هم لیدنه وکړه. د میدان ښار ولایتی روغتون له ټولو روغتیایی کارکوونکو سره یې مجلس وکړ، د هغوی غوښتنې یې ورسره یادښت کړې. دوی په پای کې د عامې روغتیا له رییس سره هم ملاقات وکړ، او په ولایت کې یې د روغتیایی فعالیتونو په وړاندې د ننګونو په هکله بحث وکړ.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید