روزنامه هیواد

ډاکتر محب بارکزی د تښتوونکو له منګولو خوشی شو

د ملی امنیت عمومی ریاست وایی،چې د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر محب الله بارکزی یې د انسان تښتونکو له منګلولو ژغورلی دی.د ملی امنیت له لوری په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې د ډاکتر بارکزی د اختطاف په تړاو یې د بلال، اسدالله، شېرشاه او ذکریا هزاره په نومونو کسان د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې نیولی دی.په اعلامیه کې دا هم ویل شوی ،چې د دې پېښې په تړاو د ننګیالی، فیض الله او عبدالهادی په نومونو کسان هم نیول شوی دی.د ملی امینت ریاست د معلوماتو له مخې، بارکزی لومړی د انسان تښتونکو له خوا د پغمان ولسوالۍ په سیمه کې ساتل شوی او بیا د دغې ولسوالۍ د تاق ظفر سیمې ته وړل شوی دی.د راپورونو له مخې، ډاکتر بارکزی څه موده وړاندې د کابل له تایمنی سیمې د نامعلومو کسانو له لوری تښتول شوی و، چې د ملی امنیت د ځانګړو ځواګونو د عملیاتو په پایله کې بېرته راخوشی شو.د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح هم د ډاکتر محب الله بارکزی د خوشی کېدو خبر تائیدوی او وایی چې هغه بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.د یادونې وړ ده ،چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د اختطاف او هدفی وژنو پېښې زیاتې شوې. خلک وایی ،چې ژوند یې خوندی نه دی او له حکومته د جدی امنیتی تدابیرو غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید