روزنامه هیواد

ډاکتر عبدالله عبدالله :  د مقاومت په دوران کې  داستاد خلیلی شعر ، دافغانستان د مظلومو خلکو غږ و

دافغانستان دمعاصر نومیالی شاعر استاد خلیل الله خلیلی  دمړینې د دوه دیرشم تلین  په درناوی پرون  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له خوا  په کابل کې یوه غونډه جوړه شوه. دغه غونډه  دافغانستان داسلامی جمهوریت داجرائیه رییس  ډاکتر عبدالله عبدالله  ،  اطلاعاتواوفرهنګ  وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ او د دغه وزارت معیینانو او رییسانو ، دجمهور رییس دسلاکار عبدالغفور لیوال ، داستاد خلیل الله خلیلی دزوى مسعود خلیلی ، یوشمېر  دولتی  مسوولینو او دفرهنګی شخصیتونوپه شتون  جوړه شوه . د دغې غونډې په پیل کې داطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ  څرګنده کړه :داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ویاړی چې  د هېواد  د فرهنګی شخصیتونو ددرناوی په  لړ کې نن داستاد خلیل الله خلیلی دمړینې د دوه دېرشم تلین په درناوی  غونډه  جوړه کړې ده .حسینې ساپۍ وویل ، چې دهېواد معاصرشاعر استاد خلیل الله خلیلی  د هنر ، ادب  ، سیاست ، فلسفې اوعرفان په بېلابېلوبرخوکې منظوم او منثور  اثار لری  چې دهېواد په دننه اوبهر کې  چاپ شوی دی .

 دې زیاته کړه  چې داستاد  خلیلی  شعرونه له حماسې شتمنیو څخه داتحاد اومبارزې دشعرونو ښه  رنګ ځان ته اخلی او له هېواد سره  مینه دهغه په ژوندانه  او شعرونو کې  پراخ مفهوم لری او یواځې جغرافیایی  ، سیاسی  او دخاصو خلکو شتون نه رانغالی ، بلکې دهغه د هېواد پولې دفرهنګی پیوند له ډیرو لرې سیمو  څخه تر  نږدې تاریخی سیاسی او ټولنیزې اړیکوپورې  ډیر ټینګ دینی ، مذهبی او دودیز علایق  شاملېږی . حسینې ساپۍ  وویل :  چې استادخلیلی  په صراحت سره  ازادی ستایلې ده اوپه دې پلمه  استبداد په خپل شعر کې  نفې کوی . دغه رازپه دې غونډه کې  دکابل پوهنتون استاد احمد ضیا رفعت ، دقومونواوقبایلو په چاروکې دجمهور رییس سلاکارعبدالغفور لیوال ، قمبر علی تابش ، ډاکتر سید تسلیم کاویان اووحید پیمان په  ترتیب سره داستاد خلیلی دژوندانه  ، فرهنګی  او ادبی فعالیتونو ،مبارزو او اثارو دبېلابېلو اړخونو او په معاصر ادب کې دهغه  دمقام او کارناموپه اړوند  معلومات ورکړل .  دوى  وویل : چې داستاد خلیلی  زیاتره شعرونه  دخلکو ترمنځ  دملی وحدت او پیوستون  موخه او پیغامونه لری . او استاد خپلې لیکنې د شعر ، غزل ، قصیدې ، رباعی او چاربیتی په ګډون  په بېلابېلو قالبونوکې کړی دی .  داستاد خلیل الله خلیلی زوی  مسعود خلیل هم په خبرو کې  ددې  تر څنګ چې  داستادخلیلی   دژوندانه  له دوران څخه خپلې خاطرې بیان کړی  ، داطلاعاتواو فرهنګ له وزارت او له هغو کسانو څخه یې  مننه وکړه  چې ددې غونډې  په جوړولو کې یې  هڅه کړې ده . دهېواداجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې استاد خلیل الله خلیلی  دهېواد دشعر او ادب  دتاریخ   له نومیالیو شخصیتونو  څخه وباله اوویې ویل   چې استادخلیلی یو مومن  ،متواضع اومعتقد شخصیت و .  دهېواد اجراییه رییس زیاته  کړه   چې استاد خلیلی  دفارسی کلاسیک په شعرکې  دلومړى لیکې  دشاعرانو  په کتار کې و اوله شاعرانو سره یې  نږدې اړیکې لرلې .  دهېواد اجراییه رییس زیاته کړه چې استادخلیلی  په بېلابېلو قالبونوکې شعرونه ویلی دی  ، دمقاومت په دوران کې  دهغه شعرونو دافغانستان دمظلوموخلکو غږ  پورته کړ او هغه یې  دشهرت لوړ پړاو ته ورساوه .  دغه راز ډاکتر عبدالله عبدالله  دکابل دوروستیو پیښو  په تیره بیا وروستۍ پېښې دشهیدې پاک روح ته  چې  دپیژندل شوی خبریالې مینه منګل  دشهادت سبب شوه  ،دعاوکړه .   استاد خلیل الله خلیلی  په  ١٢٨۶کال کې په کابل کې وزیږید  اوپه ١٣۶۶ کال کې  په اسلام اباد کې وفات شو .  استاد خلیلی  دهېواد  دمعاصرو شاعرانو له جملې څخه و  او دهنر ، ادب  سیاست   ، فلسفې او عرفان په بېلابېلو برخوکې  په ټولیزه توګه  ۶٢منظوم اومنثور اثار لری  چې زیاتره یې  دافغانستان په دننه اوبهر کې  چاپ شوی دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید