روزنامه هیواد

ډاکتر عبدالله : شهید محمد ولی خان دروازی  یو تاریخی مبارز او پوه شخصیت و

دشاه امان الله خان ددفاع  او کورنیو چارو دوزیر نایب السلطنه محمد ولی خان دروازی  دشخصیت او کارنامو  ددرناوی  نړیوال سیمینار  پرون دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت له خوا  جوړ شو .   دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې ،  دسیمینار دکار په پیل کې  چې د  ډاکتر عبدالله عبدالله  ، ځینو وزیرانو ،  دملی شورا دیوشمیر غړو ،  دبهرنیو هېوادونو  دسفیرانو او سیاسی استازو ،  دکابل  ښار  دپوهنتونونو  داستادانو ، دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دیوشمیر غړو  او دفرهنګ او ادب  دخاوندانو په ګډون  جوړ شو ،   دبهرنیو چارو وزارت سرپرست  صلاح الدین ربانی وینا وکړه او ویې ویل  : دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویاړی چې  دشاه امان الله خان غازی په دورا ن کې دافغانستان دخپلواکى  معرف  او دافغانستان  دکفیل السلطنه  شهید محمد ولی خان دروازی  دشخصیت او کړنو درناوی کوی .   صلاح الدین ربانی زیاته کړه چې  یوه ډیره دردوونکی پیښه داده چې  شهید محمد ولی خان دروازی تر همدغه چت لاندې  په (  ستوری ماڼۍ )  کې په یوه نمایشی  محکمه کې په بند محکوم شو او وروسته  شهید کړاى شو .  صلاح الدین ربانی  په هېواد کې  دولسواکو نظامونو سابقې هم په ګونه کړې او ویې ویل  چې  په افغانستا ن کې اوسنى  نسبی  ولسواک نظام  په اسانى سره  نه دى ترلاسه شوې   بلکې  دتبعید ، شهادت او قربانی  اوږده تجربه په تاریخی تګلوری کې  له ځان سره لری .   وروسته  دمحمد ولی خان دروازی  لمسی  عبدالولی ولی ددې سیمینار  له جوړوونکو څخه په مننې سره  وویل  چې محمد ولی خان دروازی  دهېواد دبچیانو دښوونې او روزنې په کار کې  زیاته علاقمندی  او لیوالتیا  لرله . په هېواد کې  دګڼ شمیر ښوونځیو په رامنځته کولو کې یې هڅې وکړې  او ده  په افغانستان کې دهلال احمر  ددفتر د جوړولو غوښتنه وکړه  او ددغه دفتر  دلومړی متصدی په توګه 

وګومارل شو .  ده  دخپلې نیا له خولې  دمحمد ولی خان دروازی د فردی شخصیت  په باب وویل  چې هغه  علم دوست شخص و  او دښوونکی مقام او کورنى ته یې  خاص درناوى درلود .  په همدې ترتیب  رحمت الله  بیژنپور  دمحمد ولی خان دروازی دسیاسی ، ټولنیز او فرهنګی ژوندانه  دبېلابېلو اړخونو په باب یوه مقاله ولوستله  .  وروسته  دملی  وحدت  دحکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وینا وکړه او ویې ویل  خوښ یم  چې  دمحمد ولی خان دروازی  دشخصیت او کارنامو ددرناوی  په نامه  سیمینار کې مې  ګډون کړى دى .    ده  څرګنده کړه چې شهید محمد ولی خان دروازی  یو تاریخی مبارز او پوه شخصیت و. دده ژوند دهغو خاطرو څرګندوى دى  چې  سیاسی  فرهنګی  ، علمی او ادبی شخصیتونه  له هغه سره مخامخ وو .  څرنګه چې  دروازی  زیاتې قربانی ورکړی دی  په همدې ترتیب هغه پستی ټکټ   چې د دروازی په تصویر سره  ښکلى کړاى شوى دى  پرانیستل شو ، دشهید دعکس نندارتون هم پرانستل شو اود بهرنیو چارو وزارت  دتشریفاتو سالون ددروازی په نامه  ونومول شو .  دسیمینار له غرمې وروسته کار  په علمی او د کارپوهنې په غونډې سره دوام وموند . ددغې برخې مشرتوب  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معیین  فاضل سانچارکی  پرغاړه لاره .   ده  دغونډې په پیل کې وویل  چې دغه سیمینار نه یواځې  دشهید محمد ولی خان دروازی  دمبارزو هڅو او سرښندنو ددرناوی په موخه  جوړ شوى دى  بلکې دافغانستان  دځینو تاریخی فصلونو د تورتمو تاریخی زاویو  دروښانولو په مقصد  هم دى .  ده زیاته کړه هغه دافغانستان دخپلواکۍ له معمارانو او په هېواد کې  د مشروطه غوښتونکو نهضت یو اصلی بنسټ ایښودونکى  او دهغو کسانو له جملې څخه دى  چې دافغانستان دبهرنی  خپلواک سیاست  دبنسټ ډبره یې  کیښوده او دلومړى ځل لپاره افغانستان دفرهنګ په تاریخی لرغونتیا او په خاص  جغرافیایی موقعیت  سره  نړۍ ته  معرفی شو .  شهید محمد ولی خان دروازى  په  ١٢۶٢ هجری لمریز کال کې په بدخشان کې وزیږید او د حبیب الله خان په دوران کې په ادبی او نظامی برخو کې  دزده کړې په خاطر  ایران او ترکیې ته  لاړ ده دافغانستان دسفیر په توګه دایټالیا ، جرمنی ، فرانسې  او امریکا  هېوادونو ته سفرونه وکړل  او دافغانستان خپلواکی یې  معرفی کړه .  محمد ولی خان  دروازی چې  دخپلو کاری دورو په اوږدو کې په سیاست او دحکومتوالى په مهمو برخو او اداره کې  له ځانه  کفایت  او وړتیا  ښودلې وه دامیر امان الله خان اعتماد یې ترلاسه کړ  او داددې سبب شو  چې شاه دى  په  ١٩٢٨کال کې دافغانستان  د کفیل السلطنه په توګه وټاکی او د امان الله خان دسلطنت  په نهو کلونوکې  دامیر دغیابت په ورځو کې  ،  محمد ولی خان دروازی  دکفیل السلطنه په توګه کار وکړ .   باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید