روزنامه هیواد

ډاکتر عبدالله:د زور پر وړاندې د افغانانو دریځ څرګند دی

د ملی روغې جوړې عالی شورا ایران ته د افغان حکومت له تللی مذاکراتی پلاوی سره په لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې جګړه نظامی حللاره نه لری ،نو اړینه ده چې ټولې هڅې د سوله ییزو لارو پر موندلو متمرکزې شی.د ملی روغې جوړې شورا وایی: عبدالله عبدالله پرون وروسته له غرمې د حکومت د مرکچی پلاوی رییس او غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.ښاغلی عبدالله ووېیل: افغان دولت د تلپاتې او عادلانه سولې غوښتونکی دی او له اوسنی بحران څخه د وتلو لپاره یوازینۍ لاره مذاکرات دی.نوموړی پر طالبانو غږ وکړ، چې د وخت ضایع کولو پر ځای دې له سوله ییزو لارو د افغان کشالې پای ته رسېدو ته خپله رښتینې اراده څرګنده کړی.عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چې افغانان هېڅکله زور ته نه دی تسلیم شوی او که چېرته څوک په زور خپله اراده پر دوی تحمیلوی، نو له توند غبرګون سره یې مخ کېدلی شی.د ملی روغې جوړې عالی شورا مشر زیاته کړه: (( موږ سولې ته ژمن یو، د خپل هېواد او خلکو د راتلونکې په برخه کې هم مسوولیت لرو، هېڅوک دې فکر نه کوی، چې د زور له لارې پر افغانانو ځانونه تحمیل کړی، د زورګویې پر وړاندې زما او د افغانانو دریځ روښانه دی.))دا خبرې وروسته له هغه کېږی ،چې څو ورځې مخکې د طالبانو پلاوی مسکو او یران ته سفر وکړ او همدارنګه یې په تهران کې له ایرانی چارواکو او د افغانستان د حکومت له پلاوی سره وکتل. دوی د خپلو خبرو په پای کې تایید کړه، چې د افغانستان مسئله پوځی حللاره نه لری او باید د خبرو له لارې سیاسی جوړجاړی وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید