روزنامه هیواد

ډاکتر حمدالله محب د ملی امنىت د نوی سلاکار په توګه معرفی شو

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د ملی امنىت نوى سلاکار ډاکتر حمدالله محب رسماً د دغه بنسټ کارکوونکو ته وروپېژاند.په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د ملی امنىت شورا په دفتر کې ترسره شول ىوشمېر لوړپوړو دولتی مقاماتو په کې حضور درلود، جمهوررییس غنی د نوموړی له معرفی کولو وروسته ووىل: د خپل دوست او دوامداره همکار د استعفا منل راته ستونزمن تصمىم و، خو د هېواد د ملی ګټو په خاطر مې باىد دغه تصمىم نىولى واى.ده د هېواد د ملی امنىت د مخکینی سلاکار محمد حنىف اتمر د خدمتونو او هڅو قدردانی وکړه وې وىل: ښاغلی اتمر په بېلابېلو برخو کې ډېر زحمتونه ګاللی، هېواد ده ته اړتىا لری او په نورو برخو کې به دده له تجربو استفاده وشی.

جمهوررییس ووىل: د امنىتی سکتور مسوولىنو ته مې لارښوونه کړې چې د محمد حنىف اتمر ټول امنىتی او شخصی تدابىر دې پر خپل ځاى وی. ده زىاته کړه: اوس زموږ موخه دا ده چې خپل فکر پر راتلونکی متمرکز کړو.جمهوررییس څرګنده کړه: افغانستان له ځىنو هېوادونو او بىن المللی سازمانونو سره عمده ستراتىژىکې او امنىتی اړىکې لری او د دغو اړىکو مدىرىت د ملی امنىت شورا له اساسی دندو څخه دى او په امنىتی برخه کې  د بىن المللی او سىمه ىىزې اجماع مدىرىت  هم د دغه بنسټ دندې دی.

جمهوررییس غنی ووىل: له دې امله چې ډاکتر حمدالله محب مبتکر او برىالى سفىر و او په داسې هېواد کې ىې خپله دنده په برىالىتوب ترسره کړه چې په ټولو برخو کې د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لری، مننه کوم.ده زىاته کړه: ډاکتر محب په کم وخت کې د نورو سفىرانو په منځ کې د افغانستان لپاره د برىالی سفىر په توګه وځلېد او همداراز د ملی امنىت د مشاورىت د مسوولىت منلو په خاطر ورڅخه مننه کوم او په نوې دنده کې ورته د برىالىتوب هىله کوم.وروسته د ملی امنىت نوی سلاکار ډاکتر حمدالله محب د جمهوررییس له باور څخه په مننې ووىل: دا لوى مسوولىت دى، لکه څنګه مې چې د سفارت چارې پر مخ ىووړې، لا زىاته هڅه به وکړم چې دغه دنده هم په ښه توګه سرته ورسوم.ډاکتر محب زىاته کړه: ښاغلى اتمر زموږ دوست او نږدې همکار پاتې شوى او د ه د زحمتونو او کړنو مننه کوم او له ده سره خپلو مشورو ته دوام ورکوم.ده د هېواد د امنىتی او دفاعی ځواکونو د قربانىو او زړورتىاوو قدردانی وکړه او د ملی امنىت شورا کارکوونکو ته ىې ډاډ ورکړ چې خپلې دندې د پخوا په شان پر مخ بوزی او د دوى په همکارۍ به د دغه بنسټ چارې لا پىاوړې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید