روزنامه هیواد

ډاکترعبدالله : په ایران کې به د کډوالو ستونزې حل کړو

د ملی روغې جوړې د عالی شوار مشر عبدالله عبدالله وایی: په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل یې له لومړیتوبونوڅخه دی.هغه دغه څرګندونې وړم ماښام په ایران کې د افغانستان له سفارت څخه د لیدنې پر مهال کړې دی.عبدالله ویلی: افغان حکومت او ایرانی لوری پر هغه کړنلارې هوکړه کړې ،چې له مخې به یې افغانان دغه هېواد ته په قانونی بڼه تګ راتګ کوی.عبدالله عبدالله په ایران کې افغان کډوالو ته د برېښنایی تذکرو وېش له دغې کړنلارې یادکړی.په ورته مهال ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال وایی :اوس په ایران کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوی.هغه وایی: په ایران کې د افغان کډوالو تر ټولو ستره ستونزه د رسمی اسنادو نه لرل دی.کلونه کېږی چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواری ژمنې کېږی خو د دوی ستونزې نه دی حل شوې.وبه لیدل شی، چې تازه ژمنې څومره عملی کېږی

ممکن است شما دوست داشته باشید