روزنامه هیواد

چین د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

چین وایی: د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرو ملاتړ کوی او هیله لری، چې د افغانانو ترمنځ د پحلاینې خبرې به ژر پیل شی.د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ژاو لیان پرون په پیکینګ کې خبریالانو ته وویل: (( موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوو، او هیله لرو، چې بین الافغانی خبرې به ژر پیل شی او مثبتې نتیجې ولری.))ده همداراز وویل، چین له اړوندو خواوو سره تماس او همږغۍ ته دوام ورکوی  او له نړیوالې ټولنې سره یوځای د افغانستان د مسئلې د حل لپاره رغنده رول جاری ساتی.د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د افغانستان حالات په حساس پړاو کې وبلل، ویې ویل: چین د افغانستان د تاریخی او دوست ګاونډی په توګه د خپل هېواد د راتلونکې په اړه د افغانانو خپلواکې پرېکړې ته درناوی کوی او د دغه هېواد د سولې او بیارغونې لپاره د افغانانو د ملاتړ لپاره هر هغه څه چې یې په وس پوره وی، کوی.ده د ولسمشر غنی او پخوانی اجرائیه رییس عبدالله ترمنځ د موافقې هرکلی وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له دې فرصته په استفادې بین الافغانی خبرې هر څومره چې ژر کېدای شی، پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید