روزنامه هیواد

چینایی ساری ګل د زړورې ښځې جایزه وګټله

ساری ګل سوبوتایف چې د چین د شین جین ولایت اوسېدونکې ده امریکا ورته د زړورې ښځې جایزه ورکوی. یاده ښځه اصلاً قزاقۍ ده.ساری ګل د چین له وحشته قزاقستان ته وتښتېده او د مسلمانانو پر ضد یې د چین حکومت له اقداماتو پرده پورته کړه.راپورونه وایی، ساری ګل په ۲۰۱۸ میلادی کال کې له شین جینه وتښتېده او بیا یې د قزاقستان یوې محکمې ته په بیان کې وویل چې زرګونه مسلمانان چې په خټه قزاق، اویغور او د نورو توکمونو دی، د چین د حکومت په کمپونو کې له سیاسی اړخه مغزی شستشو کېږی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی، ساری ګل په زغرده د چین حکومت له ځپونکو اقداماتو پرده پورته کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید