روزنامه هیواد

چارواکی: په هلمند کې د طالبانو واک لاندې سیمو کې زیات کوکنار کرل شوی

په هلمند کې د طالبانو تر واک لاندې ټولو سیمو کې پرېمانه کوکنار کرل شوی دی.د افغانستان په جنوب او ختیځ ولایتونو کې د کوکنارو د کرلو له موسم سره سم په هلمند کې یو ځل بیا ډېر ښه کوکنار کرل شوی دی.د هلمند د والی ویاند عمر ځواک آزادۍ راډیو ته ویلی، د امنیتی او استخباراتی ادارو د راپورونو پر بنسټ سږکال د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر کوکنار کرل شوی دی. ده زیاته کړه: (( هغه ولسوالۍ چې د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس کې دی، هلته د تېرو کلونو په پرتله ډېر کوکنار کرل شوی دی، په مجموع کې د هلمند په ټولو سیمو کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ، خو د دولت تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو اړولو کمپاین روان دی او د کوکنارو کروندې اړول کېږی.)) له نېشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې د راپور پر اساس له څو پر له پسې کلونو را هیسې د افغانستان ډېری کوکنار په هلمند کې کرل شوی او د افغانستان په سلو کې (۸۵) تاریاک په دې ولایت کې تولید شوی دی.د امریکا د دفاع وزارت څېړنې ښیی چې طالبان هر کال د نېشه یی موادو له عوایدو څخه له دوو سوو څخه نیولې بیا تر پنځو سوو امریکایی ډالر تر لاسه کوی ،چې بیا په دې پیسو روانه جګړه پر مخ وړی.د ولسی جرګې پخوانی غړی او سیاسی کارپوه خالد پښتون له نړیوالې ټولنې او افغان  دولت څخه غواړی، چې په بین الافغانی خبرو کې دی له طالبانو څخه ضمانت واخلی ،چې له نېشه یی موادو سره به مبارزه کوی او له مافیایی ډلو سره به خپلې اړېکې شلوی.

دی زیاتوی: (( که په بین الافغانی خبرو کې د نېشه یی موادو موضوع اواره نه شی، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې دا مسئله بین الافغانی خبرو ته پرې ایښې او له طالبانو څخه غښتلی تضمین وا نه خیستل شی، زه باوری یم چې دا جګړه به روانه وی. طالبان باید له نېشه یی موادو سره د مبارزې په اړه ژمنه وکړی، که داسې و نه شی، نو نېشه یی مواد په خپله د جګړې د دوام ستره مالی سرچینه ده.)) د کوکنارو کښت او نېشه یی موادو قاچاق ، ټول د طالبانو تر واک لاندی سیمو کې کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید