د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اتم مخ د یوستونه لپاره د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایی، د مېکانیزه کرکیلې سره په هېواد کې د جوارو حاصلات پنځه برابره ډېر شوی دی.د دغه وزارت ویاند اکبر رستمی وایی، دوی هڅه کوی ،چې له دې لارې بزګران وکړای شی چې له خپلو کروندو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړی، چې له یوې خوا د بزګرانو عواید ډېر شی او له بلې خوا هېواد د کرکېلی له پلوه پر ځان بسیا شی.د کندوز د دشت ارچی ولسوالۍ اوسیدونکی وحیدالله وایی، چې له کلونو را په دې خوا یې په خپله کرونده کې د جوارو کرکېله په دودیزه بڼه ترسره کوله چې پر وینا یې زحمت یې زیات، خو حاصل یې په نشت حساب و.د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایی، چې د کرنې وزارت اړوند د اوبو د زېرمو د پانګونې پروژې “LKISP” له خوا سلګونه بزګران روزل شوی او په پام کې ده چې یاده پروژه وغځول شی.