د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایی: په دېه هېواد کې د المونیمی لوښو تولیدات په پراخېدو دی.د دغه وزارت ویاند جواد دبیر وایی، چې دا لوښی په هرات او ننګرهار ولایتونو کې تولید او ښه بازار لری.نوموړی وویل: په هرات کې د المونیمی لوښو د تولید فابریکې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په پانګونه خپل فعالیت پیل کړ، چې تولیدات یې اوس د سیمې او اروپایی هېوادونو ته هم صادریږی.د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، د دې کارخونې د تولید ظرفیت په میاشت کې ۹۰ ټنه دی، خو د اړتیا وړ اومه موادو د نشتون له امله اوس په میاشت کې ۴۰ ټنه تولیدات لری ، چې ۳۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.د دغه وزارت ویاند وایی: په ننګرهار کې د المونیمی لوښو تولیدی فابریکې بیا هره ورځ تر ۳ زره کیلوګرامه بېلابېل لوښی تولیدوی.د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال په ننګرهار کې د المونیمو لوښو د تولید دری فابریکې فعالیت کوی.په دغو درېیو فابریکو کې ۱۷۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایی: د المونیمی لوښو د تولیدی فابریکو د کار او فعالیت پر وړاندې د مځکې، برېښنا او خامو موادو کموالی او دغه شان د وارداتی مالونو رقابت لویې ستونزې دی، چې په حلېدو سره به یې د فابریکو د تولید کچه نوره هم لوړه شی.