روزنامه هیواد

چارواکی: له نړیوالو ځواکونو پرته افغان ځواکونه د امنیت ساتنې وړتیا لری

ملی دفاع وزارت د نړیوالو ځواکونو په بیړه د کمېدو په درشل کې وایی، چې له بهرنیو ځواکونو پرته افغان ځواکونو د امنیت د ساتنې وړتیا لری.له ملی اردو سره د ۱۲۰۰نویو سرتېرو یو ځای کېدل او د افغانستان د دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو په وړتیاوو ټینګار.د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایی، چې افغان ځواکونه له وسله واله والو سره د جنګېدو لپاره کافی تجهیزات او سرچینې لری.د نوموړی پر وینا دغه ځواکونه کولای شی، له نړیوالو ځواکونو پرته وجنګېږی.دی زیاتوی: (( افغان ځواکونه په ښه موقعیت کې دی او اوسنی امکانات او تجهیزات ، چې لری یې له افغانستانه ساتنه کوی، د هرې ورځې په تېرېدو د هوایی ځواکونه ظرفیت لوړېږی، کولای شی، چې جګړه له ترانسپورتی او محاربوی پلوه اداره کړی، دمګړۍ ډېری هوایی عملیات په خپلواکه توګه د افغان هوایی ځواکونو له لوری ترسره کېږی.))د یکشنبې په ورځ ۱۲۰۰ نوی سرتېری له ملی اردو سره یو ځای شول، د چارواکو پر وینا افغان ځواکونه له طالبانو سربېره شل نورو ترهګرو ډلو سره د جګړې په حال کې دی.دملی دفاع وزارت وایی، چې اوس د افغان ملی اردو د سرتېرو شمېر دوه لکه ته رسېږی او یولک او پنځوس زره پولیس او امنیتی ځواکونه له دوی ملاتړ کوی.دملی دفاع وزیر اسدالله خالد دوه اوونۍ وړاندې په ولسی جرګه کې ویلی و، که ټول بهرنی ځواکونه له افغانستانه ووځی هم د اندېښنې وړ ځکه نه ده، چې د نوموړی پر وینا په اوس کې ۹۶ سلنه پوځی عملیات د افغان ځواکونه لوری پرمخ وړل کېږی.په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو انستیتیوت رییس تمیم عاصی وایی، که څه هم افغان ځواکونه ښې وړتیاووې لری، خو له دوو تر درېیو لسیزو به د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا ملاتړ ته اړتیا ولری.ده زیاته کړه: (( که ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځی او مالی، لوجیستکی، پوځی او فنی مرستو ته دوام ورکړی، افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د اوسنی وضعیت له مسوولیته را وتلای شی او د ناټو ځواکونو له حضور پرته مسوولیت په غاړه اخیستی او امنیت ټینګولای شی.))اوس په افغانستان کې۱۶ زره نړیوالو ځواکونه چې له ډلې یې اته زره امریکایان دی مېشت دی، امریکا یی چارواکو ویلی، چې د ۲۰۲۱ د جنوری تر میاشتې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر۲۵۰۰ ته راښکته کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید