روزنامه هیواد

چارواکی : د بامیانو ۱۱ سلنه خلک نېشه یی موادو زیانمن کړی

د بامیانو چارواکی وایی : د بامیانو ۱۱ سلنه خلک نېشه یی موادو زیانمن کړی دی.په بامیانو کې د معتادینو ډېروالی د دې ولایت محلی چارواکی اندېښمن کړی دی.د بامیانو ولایت د ټولنیزو چارو مرستیاله لطیفه محسنی وایی: د دې ولایت ډېر معتادین ماشومان دی.

دې وویل: له نېکه مرغه چې په بامیانو کې په رسمی ډول د نېشه یی موادو د کښت راپور نه لرو، خو له بده مرغه چې د معتادینو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږی، باید څېړنه وشی چې لاملونه یې څه دی؟ موږ چې د معتادینو کومې شمېرې ترلاسه کړی، ډېر معتادین ماشومان دی.د بامیانو ولایت محلی چارواکی زیاتوی چې د دې ولایت په سلو کې ۱۱ نفره د نېشه یی موادو له امله زیانمن شوی.د دې زیانمنو شویو خلکو له ډلې څخه په سلو کې شل یې ښځې او ماشومان دی.د بامیان ولایت له نېشه یی موادو سره د مبارزې رییس حسین نظری آزادۍ راډیو ته ویلی، چې په نېشو د اخته کېدو او زیانمن کېدو عمده علت په کوټو او سرپټو ځایونو کې نېشې کول دی.دی وایی: په نېشو د مېرمنو اخته کېدل ګڼ شمېر لاملونه لری، یو لامل یې دا دی چې معتادین په خپلو کورونو کې په سرپوټو ځایونو کې نېشې کوی، چې له دوی سره په دې سرپوټو ځایونو او کوټو کې د هغوی ښځې او ماشومان هم اوسېږی، له دې لارې هغوی ته هم په غیر مستقیم ډول د نېشه یی موادو له امله زیان وراوړی او په اوږدمهال کې په نېشو اخته کېږی، په بامیان کې څو ځله داسې پېښ شوی چې ښځې او ماشومان پر معتادینو باندې نېشه یی مواد خرڅوی.ښځینه معتادینې  

شرمېږی چې د درملنې لپاره روغتیایی مرکزونو ته ورشی، له همدې امله په بامیان کې ښځینه معتادینې ورځ په ورځ ډېرېږی، د معتادینو د درملنې د یوه مرکز رییس ډاکتر خان محمد ایوبی د معتادو مېرمنو د درملنې لپاره ځانګړی روغتیایی مرکز یوه اړتیا بولی او وایی:تر ډېره حده معتادې ښځې د نارینه معتادینو د درملنې مرکزونو         ته نه ورځی، ځکه چې اعتیاد د ځان لپاره پېغور ګڼی او پټ یې ساتی، دوی هڅه کوی ، چې په کور کې یې درملنه وشی، خو کله چې یې په کور کې درملنه ونه شی، بیا یې موږ ته را استوی او موږ یې درملنه کوو، د معتادو ښځو ډېروالی ډېر د اندېښنې وړ دی، که معتادو ښځو ته یو ځانګړی روغتون جوړ شی، دوی به وکولای شی چې په ډېرې آسانۍ سره دې روغتون ته ورشی او خپله درملنه وکړی.د بامیان محلی چارواکی د معتادینو د شمېر ډېروالی ته په کتو سره په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې لپاره روغتیایی آسانتیاوی کافی نه بولی.دا په داسې حال کې ده چې له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت ژمنه کړې ده، چې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره به په دې ولایت کې ځانګړی شل بستریز روغتون جوړوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید