روزنامه هیواد

څېړنه : ۱۱۲۶ افغان ماشومان پر کورونا ویروس اخته شوی

د افغانستان د بشری حقوقو خپلواک کمېسیون نوې خپره شوې څېړنه ښیی، چې د روان هجری لمریز کال د تلې تر ۱۹مې پورې دې هېواد کې ۱۱۲۶ ماشومان په کویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی.دغه څېړنه چې وړمه ورځ ورځ خپره شوې وایی، چې په اخته شویو ماشومانو کې ۵،۷ سلنه د اوو کلونو لږ عمر لری، ۱۶ سلنه د ۱۳ نه لږ عمر، او ۷۵ سلنه له ۱۹ کلونو لږ عمر لرونکی دی.رپوټ زیاتوی: (( په اخته شویو ماشومانو کې شپږ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.)) څېړنه ښیی ،چې د کورونا ویروس خورېدو په افغانستان کې خوارځواکی هم رامنځته کړې.د بشری حقوقو خپلواک کمېسیون ارقام ښیی، چې په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د خوارځواکو ماشومانو شمېر له ۲۶،۵ میلیونو نه ۱۲،۸ میلیونو ته لوړ شوی دی.څېړنه وایی: (( د کورونا ویروس د وبا په اوږدو کې ۱۰ میلیونه ماشومان ښونځی ته د تللو نه پاتې دی. د ښوونې او روزنې وزارت انلاین خپرونې هم ډېرې اغېزمنې نه وې. د فقر له امله د انټرنېټ او برېښنا نه شتون امله دغه پروسه ګټوره نه وه.))د بشری حقوقو خپلواک کمېسیون وایی: په دې څېړنې کې ۱۲۰ ښونځیو دوی ته ځواب ویلی، خو په کې یوازې ۵ ښوونځیو له دغې ډلې په دې توانېدلی، چې انلاین خپرونې ولری.یاد کمېسیون د کارکوونکو ماشومانو په اړه هم څېړنه کړې.دغه بنسټ وایی: د کورونا ویروس خورېدو مخکې افغانستان کې ۱،۲ میلیونه افغان ماشومانو کار کوه،خو د وبا وروسته دغه کچه ۵،۲ میلیونو ماشومانو ته لوړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د دویمې څپې خپرېدو خبرداری ورکړی دی. افغانستان کې تر دې دمه څه باندې ۴۴ زره کسان په کورونا ویروس اخته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید