روزنامه هیواد

څنګه اغېز وکړو  کتاب چاپ شو

د بېسبال مشهوره اسطوروی څېره (جکی رابینسون) وایی: ((  ژوند هغه وخت ارزښت پیدا کوی ،چې پر خلکو اغېزه ولرې.)) رهبری چې د نفوذ کارونې یوه برخه ده، که د موقف له برکته وی، پوه شئ، چې تاسو د نفوذ په تر ټولو ټیټه درجه کې یاست. کله چې تاسو له نورو کسانو سره اړیکې ساتئ، اړیکې ټینګوئ او په یو ډول نه یو ډول مو خیر ورته ورسېږی، نو اغېزه مو زیاتېږی، مشری او رهبری مو وده کوی او خپلې لوړې کچې ته رسېږی.

دغه څه تاسو ته د دې چانس په لاس درکوی، چې نور له خپلې محدودې ووځئ او ډېر پرمختګ وکړئ. د نفوذ کولو او اغېزې ښندلو لپاره شخصیت له بل هر څه مهم دی.

فیلیپ د نولسمې پېړۍ یو روحانی و. هغه به ویل: ((  شخصت د ژوند په یوې بې ارزښته شېبه کې جوړېږی.)) هر ځای مو چې صداقت او اخلاقی اصول تر پښو لاندې کړل، پوه شئ، چې د نفوذ په دېوال کې مو درز پیدا شو. ( څنګه اغېز وکړو؟) کتاب همدې مسایلو ته ځانګړى شوى.

په ډاډ سره ویلى شم، چې د کتاب له لوستلو وروسته به کاملاً متفاوت او یو داسې کس یاست، چې په پوره لېوالتیا به د خلکو خبرو ته غوږ ږدئ او مرستې ته به یې ور دانګئ. په دې کتاب کې مثبت لید لوری او ګڼې له پنده ډکې کیسې راغلې دی. د داسې اصولو په اړه په کې بحث شوى، چې کولی شی ستاسو ژوند در بدل کړی.

د کتاب لوستل به درته د دې لامل شی، چې تاسو هم د نورو پر ژوند مثبته اغېزه وښندئ. ددې کتاب لیکوالان مسلکی وینا وال جان سی، مکسوېل او د ده ملګرى جیم دورنان دی.

دغه کتاب حمیدالله حمیدی پښتو ته را ژباړلى او د اکسوس خپرندویې ټولنې له خوا په وایګل چاپخونه کې په ښکلی صحافت په ۱۵۳مخونو کې چاپ شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید