روزنامه هیواد

ځینې کړۍ په افغانستان کې سیاسی جوړجاړی نه غواړی

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایی، یو شمېر ورانکارې کړۍ نه غواړی، چې په افغانستان کې روانه جګړه د سیاسی جوړجاړی له لارې ختمه شی.

ښاغلی خلیلزا د کوم هېواد یا ادارې له نوم اخیستو پرته ویلی، دا کړۍ د افغانستان په روانه جګړه کې خپلې ګټې وینی.د پنجشنبې پر ورځ د متحدو ایالتونو د سولې له انستیتیوت سره په ځانګړې مرکه کې ښاغلی خلیلزاد وویل: په دوحه کې روانو بین الافغانی مذاکراتو کې ښکېلو غاړو په خپله نه غوښتل، چې کوم بهرنی لوری دې هم دې خبرو کې ناست وی.د همدې مرکې بله برخه کې نوموړی وویل:‌ له ایران پرته د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو د افغان سولې د روان بهیر ملاتړ کړی دی.‌زلمی خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې په دې خبرو کې د بریا هېڅ‌ تضمین نشته،‌ ځکه د ښکېلو غاړو ترمنځ بې باوری او خپګان ډېر دی.دوحه کې خبرې ښې روانې دی ،ښاغلی خلیلزاد وویل: په دوحه کې خبرې ښې روانې دی او په لومړیو پړاوونو کې د تمو برعکس ډېر پرمختګ شوی دی.نوموړی وویل:‌ امریکا پر دواړو خواو غږ کوی،‌ چې روان تاوتریخوالی کم کړی،‌ ځکه همدا ټکی روانو مذاکراتو کې مرسته کولی شی.ښاغلی خلیلزاد وایی:‌ د دوحې غونډه دواړو پلاو ته یې روښانه کړې ،چې سیاسی جوړجاړی ته رسېدل د دوی خپل کار دی، خو امریکا او نړیواله ټولنه داسې جوړجاړی غواړی ،چې د راتلونکې کې افغانستان کې د لږکیو او ښځو حقونه خوندی وی.‌

ممکن است شما دوست داشته باشید