روزنامه هیواد

ځینې کورنۍ ولې خپل ماشومان نه واکسین کوی؟

په کندوز کې ځینې کورنۍ د پوهاوې د کچې د ټیټوالی له کبله خپل ماشومان نه واکسینوی. په کندوز کې د پولیو د واکسین یو شمېر رضاکار واکسیناتوران وایی ،چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ځینې کورنۍ د پوهاوی د کچې د ټیټوالی او د بې پروایۍ له کبله خپل ماشومان نه واکسینوی.رضاکار واکسیناتور عبدالله په دې اړه وایی:(( موږ چې کله لرې پرتو سیمو ته ځو، ځینې کورنۍ دی ،چې نه غواړی خپل ماشومان واکسین کړی، ځکه دوی ته د دغه واکسین په اړه ناسم او غلط راپورونه ورکړل شوی، چې ګواکې ماشومانو ته ضرر رسوی، خو ډېرې کورنۍ خپل ماشومان واکسینوی، بیا ځینې ورڅخه ډډه کوی.))دغه رضاکار صحی کارکوونکى زیاتوې چې په ځینو سیمو کې د واکسین په اړه بې اساسه او ناسم شایعات خپار شوی چې له امله یې د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو څخه ډډه کوی.رضاکار واکسیناتور حمید خان په دې اړه وویل:(( موږ له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوو ، چې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین د کمپاین پرمهال خپل ماشومان واکسین کړی او که کورنۍ په دې اړه بې غوری وکړی، نو ښایی د خپلو ماشومانو ژوند د ګوزڼ، توبرکلوز، تور ژیړی، شری او د داسې نورو ناروغیو له ګواښ سره مخ کړی.)) بله خوا د دې ولایت یو زیات شمېر کورنۍ وایی، چې د پولیو د واکسین د کمپاین پرمهال خپل له پنځو کلونو کم عمر لرونکی ماشومان په منظم ډول واکسینوی او تراوسه پورې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ شوی.د کندوز د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکی محمد طاهر په دې اړه وایی:((هر کله چې زموږ سیمې ته د واکسین کارکوونکی راځی، موږ خپل ماشومان واکسینوو، ترڅو په ساری ناروغیو مبتلا نشی، دا واکسین خورا ګټور دی او زه له ټولو کورنیو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړی، ځکه زه هر وخت خپل ماشومان واکسینوم، هېڅ کوم ضرر نه لری.)) د دې ولایت د عامی روغتیا چارواکی دغه شایعات ناسم بولی او له ټولو کورنیو غواړی چې خپل ماشومان په منظمه توګه واکسین کړی.د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکتر احسان الله فضلی وایی، چې کندوز د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د پولیو یا ګوزڼ کومه مثبته پېښه په کې نه ده ثبت شوې.ده وویل: (( موږ خپلو ولسونو ته پیغام ورکوو چې خپل ماشومان واکسین کړی، ځکه واکسین د هر ماشوم حق دی او باید له پنځو کلونو ښکته خپل ماشومان د واکسین مرکزونو ته بوځی او واکسین یې کړی، ترڅو زموږ هېڅ ماشوم له دې نعمته بې برخې پاتې نه شی، الحمدلله موږ په کندوز کې د پولیو مثبته پېښه نه لرو او زموږ په ټولو صحی مراکزو کې روغتیایی خدمتونه جریان لری او زموږ هېڅ روغتیایی مرکز بند نه دی.))نوموړی له دینی علماوو، قومی مشرانو، مدنې فعالانو او د رسنیو له کارکوونکو غواړی، چې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین په اړه خلکو ته پوره پوهاوی ورکړی، تر څو هېڅ ماشوم له واکسینه بې برخې پاتې نه شی. پولیو یا ګوزڼ یوه سارې ناروغی ده چې له پنځو کلونو کم عمرلرونکی ماشومان پرې مبتلا کېږی، د نړیوال روغتیایی سازمان د مبارزې له کبله دغه ناروغی د نړۍ په زیات شمېر هېوادونو کې له منځه تللې ده، خو افغانستان له هغو هېوادونو څخه دى چې لاهم دغه ستونزه په کې موجوده ده.

   اجمل آرین

ممکن است شما دوست داشته باشید