روزنامه هیواد

ځواک: په  هلمند کې د ملکی مرګ ژوبلې د عامل څېړنه کوو

د هلمند ولاىت سىمه ىىز چارواکی وایی، د دغه ولاىت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکی مرګ ژوبلې د عامل د معلومېدو لپاره پلاوى ټاکل شوى.

چارواکی پر داسې مهال په دې اړه د څېړنو خبر ورکوی چې د دغه ولسوالۍ د اوسېدونکو په وىنا وړمه شپه د زمبولی په نوم سىمه کې د هوایی برىدونو پرمهال د څلورو کورنىو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والی وىاند عمر ځواک ویلی چې د لومړنیو راپورونو له‌مخې تر دا مهاله د ۳ وژل شویو او ۹ ټپىانو راپور ولاىت مقام ته رسېدلى دى.

وىل کېږی په وژل شوىو او ټپىانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دی.

د هلمند د والی وىاند زىاته کړه: (( دغه پېښه وړمه شپه نږدې ۲ بجې رامنځته شوې په ۹ ټپىانو کې ۵ ماشومان، ىو سپین ږىرى او ۳ هم مېرمنې شاملې دی او ۳ کسان وژل شوی تر اوسه لا دقىقه معلومه نه ده چې دغو ملکی کسانو ته د جګړې د کوم لوری له لخوا مرګ ژوبله اوښتې او که هوایی برىد شوى دى؟ خو ولاىت مقام ىو پلاوی ته دنده سپارلې چې د ملکی مرګ ژوبلې د رامنځته کېدو عامل معلوم کړی.))

د ګرشک ولسوالۍ ىوه امنىتی مقام ویلی چې خاصو افغان قواوو د نړىوالو ځواکونو په مرسته د زمبولی په سىمه کې د وسله والو پر مهم مرکز برىد وکړ چې وروسته وسله والو د ولسی خلکو له کورونو څخه برىدونه پیل کړی.

سرچىنه زىاته وی چې د زمبولی تر څنګ د سىدانو او ډاګىانو په سىمه کې ملکی کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې شمېر ۱۵ تنو ته رسېږی، خو د وژل شوىو او ټپىانو شمېر یې دقىق څرګند نه کړ. تر دې مهاله د افغانستان ځانګړو ځواکونو او وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې. بلی خواته په لښکرګاه ښار کې د بىړنىو طبی مرستو د رسولو روغتون ىا اىمرجنسی کې د پېښې د قربانىانو پاىوازان وایی چې روغتون ته یې ۹ ټپىان او د پنځو وژل شوىو کسانو جسدونه ور وړی دی. دوى زىاته وی چې په سىمه کې لاهم ځینې قربانىان پاتې دی چې ممکن د ملکی مرګ ژوبلې دا شمېر نوره  هم زىاته شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید