روزنامه هیواد

ځوانان ولې له ټولنیزو شبکو ناوړه ګټه پورته کوی !؟

دا چې په اوسنی وخت کې د ټولنیزو رسنیو لمن پراخه شوې او له ټولې نړۍ سره وصل ده او د ورځې په تېرېدو سره د پیاوړتیا په حال کې ده، له شک پرته چې زموږ  په هېواد کې یې روانو حالاتو ته په کتو ډېر پرمختګ کړی. دغه ټولنیزې رسنۍ څومره چې د اطلاع رسونې لپاره ګټورې دی په هماغه اندازه د ټولنې په اصلاح کې هم مثبت بدلون راولی ، خو له بده مرغه ددغو رسنیو ځینې کاروونکی چې اکثریت برخه یې ځوانان جوړوی له رسنیو څخه ناسمه ګټه پورته کوی. ټولنیزې رسنۍ د دې لپاره نه دی رامنځ ته شوې، چې د بېلابېلو موضوعاتو د پوهاوی پر ځای ترې نه ناوړه استفاده شی ، یا د نورو شخصیت ته په کې سپکاوی وشی؛ نن سبا  یو شمېر ځوانان په همدې برخه ( فیسبوک ) کې بوخت دی، له دې شبکو د خپلو ناوړو موخو لپاره ګټه اخلی. ټولنیزې رسنۍ بېلا بېلې برخې لری ، چې په دې ټولو کې بیا فیسبوک ډېر مینه وال لری او ډېر یې په ناسمه توګه کاروی، لکه : د یو شمېر کسانو شخصی ویډیو ګانې، د مېرمنو او نجونو عکسونه، همدا شان د کورنیو ترمنځ د محفلونو فلمونه فیسبوک ته پورته کوی.

په ټولنه کې اخلاقی فساد له همدې لارې خپرېږی، ځینې خلک فسق او فحشا  او غربی ایډیالوژی ته هڅول کېږی، زیاتره د افغانی او اسلامی ټولنې خلاف عملونه په کې ترسترګوکېږی. ځوان نسل چې فکرونه یې لا خام دی، د ښو او بدو ترمنځ په آسانۍ تفکیک نه شی کولی؛ سمدستی همدې ناوړو کارونو ته مخه کوی. همداشان د اسلام دښمنان د همدې ټولنیزو شبکو له لارې زموږ د اسلامی، مذهبی، کلتوری او عقیدوی ارزښتونو خلاف کړنې کوی او ډېر ناپوه کسان چې هېڅ له اسلامی مسایلو خبر نه دی، د دښمن پر هڅونه د هر ډول ګناهونو تورې کندې ته ور ټېل وهی. هغه کسان چې تل له ټولنیزو شبکو  ناسمه ګټه اخلی، قومی، ژبنیو او مذهبی مسایلو ته لمن وهی، د یو بل سپکاوی کوی. د دوی کار همدا دی، چې د قدر وړ شخصیتونو ته بې ځایه سپکاوی وکړی، د خپلو زړونو د عقدو پر بنسټ هغوی په بدو الفاظو یاد کړی. د دې چې دوی پر ځای هغه کسان، چې د ځوانانو لپاره یوه بېلګه ګرځېدلی شی وهڅوی او د لا زیات پرمختګ زمینه ورته برابره کړی، په داسې الفاظو یادوی، چې  لوستل او کتل یې انسان ته وجدانی حیا مخې ته دروی. د ولسونو ترمنځ تعصب، کرکه او لرېوالی رامنځته کوی. که له هغو کسانو چې له ټولنیزو رسنیو ناسمه ګټه اخلی، وپوښتل شی چې آیا ستاسې دا ناوړه کړنې کومې ګټې لری؟ نو هرومرو به منفی ځواب ترلاسه کړو، نو اړینه ده چې باید له هر څه مثبته ګټه واخلو نه منفی. زموږ په ټولنه کې نا امنی، د سواد نه شتون، د وخت پر ارزښت نه پوهېدل، جګړه او فکری استعمار، فکری او روحی نېمګړتیاوې، حق او باطل نه پېژندل هغه لاملونه دی چې خلک یې بې لارې کړی او له هر څه ناوړه ګټه اخلی، حال دا چې زموږ په ژوند کې ټولنیزې رسنۍ له حده زیاتې ګټې هم لری ، خلک کولی شی چې په مثبته توګه یې وکاوری. یو شمېر خلک بیا په دې عقیده دی، چې له ټولنیزو رسنیو باید هېڅ ګټه وا نه خیستل شی، په ځانګړې توګه ځوان نسل باید له دې هر څه لرې وی؛ خو داسې هم نه ده ، بلکې  د داسې نظر خاوندان تېروتنه کوی ، ځکه ټولنیزې رسنۍ په اوسنی عصر کې د ژوند یوه مهمه اړتیا ده، چې له ډېرو ارزښت لرونکو رسنیو څخه ګڼل کېږی. موږ کولی شو خپل معلومات له همدې لارې ترلاسه کړو. په علمی، روغتیایی، نظامی، کلتوری او ټولنیزو برخو کې ترې مواد ترلاسه کړو، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خبر شو، د نورو د کلتوری ارزښتونو په هکله پوه شو، له خپلو ملګرو، ولسونو او نړیوالو سره اړیکې وساتو، له نورو سره خپل معلومات او نظرونه شریک کړو، د هېواد او نړۍ له مهمو پېښو خبر شو، انلاین زده کړې ترلاسه کړو دغه راز کولی شو، چې له هغو کسانو سره مرسته وکړو چې د ټولنیزو رسنیو په ناسم کارولو بوخت دی او هغوی له دې ناوړو کارونو منع کړو،  فکر یې غښتلی او منطق یې پیاوړی کړو. ډېرې داسې کورنۍ شته چې غواړی خپل اولادونه د دې شبکو له کارولو منع کړی؛ خو دا چاره د حل لاره نه ده، بلکې ورته دې وویل شی ،چې د نورو شخصی حریم ته باید درناوی وکړی، له فحشاوو ځان وساتی، خپلو دینی او مذهبی ارزښتونو ته زیان و نه رسوی. په لنډه توګه داسې ویلی شو ، چې  ټولنیزې رسنۍ د فحشا سرچینه نه، بلکې دا زموږ منفی فکر او نېمګړتیا ده ، چې ناوړه استفاده ترې کوو. د ټولنیزو رسنیو ناسمه کارونه مو په ځان پورې اړه لری، موږ افغانان د نورو مواردو په څېر د ټولنیزو رسنیو په کارونه کې هم افراط کوو، نو باید له ټولنیزو رسنیو مثبته ګټه واخلو.

فرشته  د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

د پښتو څانګې د درېیم کال  محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید