روزنامه هیواد

ځایی خلک: په فاریاب ولایت کې سږکال کوکنار نه دی اړول شوی

د فاریاب یو شمېر اوسېدونکی وایی، چې سږ کال په دې ولایت کې د بارانونو او اوبو د ډېروالی له امله د کوکنارو کښت ډېر شوى او بزګران په ډاډه زړه تاریاک ټولوید فاریاب اوسېدونکی (۲۸) کلن حیات الله وایی، چې دی له ساختمانی شرکت سره کار کوی او په اوونۍ کې څو ځله نا امنو ولسوالیو ته سفرونه کوی.ده لیدلی چې د فاریاب په څو ولسوالیو کې لکه په پښتون کوټ، المار او قیصار ولسوالیو کې ښه ډېر کوکنار کرل شوی او د نېش وهونکو ورځنۍ مزدوری نږدې زر افغانۍ ده.ده وویل: (( لکه څنګه چې تاسې یې وینئ، د پښتون کوټ ولسوالۍ د خواجه ناموسی او غار تپه کلیو په ټولو مځکو کې کوکنار کرل شوی، سږکال له بده مرغه چې د کوکنارو حاصلات ډېر زیات دی.))فاریاب د افغانستان په شمال کې له هغو ناامنو ولایتونو دی، چې لرې پرتی سیمې یې د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دی، له دې سیمو څو ځله د کوکنارو د کښت راپورونه هم ورکړل شوی.د فاریاب ولایت له نېشه یی موادو سره د مبارزې رییس محمد اسحاق شمسی وایی، سږکال د تېر کال په پرتله په قیصار، المار او ځینو نورو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.د ده په خبره، تېر کال په فاریاب کې په (۸۱۷۵) هیکتاره او سږکال په (۸۲۴) هکتاره مځکه کې کوکنار کرل شوى دی.ښاغلی شمسی د کوکنارو د کموالی دلیل ږلۍ، طوفان او پر له پسې بارانونه بولی او وایی:(( کوم راپورونه چې موږ ته رارسېدلی، په ځینو ولسوالیو لکه غورماچ قیصار او المار ولسوالیو کې د پر له پسې بارانونو له امله د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت کم شوی دی.))د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایی ، چې کوکنار ټول د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږی.ده زیاته کړه: (( د دولت تر واک لاندې سیمو کې کوکنار نه کرل کېږی، ځکه چې موږ خپلو کشفی ادارو ته ویلی، چې کوکنار واړوی، خو د طالبانو تر واک لاندې ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوی، دا ښکاره خبره ده چې د دولت وسله وال مخالفین خپل ټول لګښتونه د همدې نېشه یی موادو له پیسو پوره کوی.))ښاغلی یورش زیاتوی، د فاریاب ولایت پولیسو د پخوا په پرتله له نېشه یی موادو سره جدی مبارزه پیل کړې او په تېرو څلورو میاشتو کې یې د نېشه یی موادو څه د پاسه سل خرڅوونکی نیولی دی.

اکرام کرم

ممکن است شما دوست داشته باشید