روزنامه هیواد

ځایی خلک: طالبان د کابل ـ کندهار پر لویه لار عام خلک ځوروی

ځایی خلک وایی د کابل ـ کندهار د لویې لارې ډېری پوستې طالبانو نیولې او خپل بیرغونه یې پرې درولی دی.دوی زیاتوی، چې طالبانو د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ اړوند، بادام په سیمه کې هغه پوستې چې د کابل ـ کندهار د لویې لارې امنیت یې خوندی کاوه تخریب کړی دی.ځایی خلک وایی: (( اوس مهال په دې لویه لاره د امنیتی ځواکونو سیارې ګزمې نشته او طالبان خلک له موټرو راښکته کوی ،تلاشی کوی یې او حکومتی کسان له ځان سره بیایی.))د دوی په خبره په یاده لاره عام خلک او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دی او له حکومت نه غواړی چې په دې برخه کې اقدامات وکړی.حکومتی چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی، خو د یادونې ده چې د کابل ـ کندهار لویه لاره د هېواد له تر ټولو نا امنو لارو بلل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید