د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
خاصو افغان ځواکونو ىا کومانډو په کندوز کې د طالبانو پر ىوه محبس برىد وکړ او ۱۵ بندىان ىې ورڅخه خوشی کړل.
تر دې وړاندې هم کومانډو ځواک د کندوز په چهاردره کې د طالبانو له بنده ىو شمېر بندىان خوشی کړی وو.
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو له لوری پرون (دوشنبه) په ىوه خبرپاڼه کې وىل شوی چې دا محبس ىې په امام صاحب ولسوالۍ کې کشف کړ او برىد ىې پرې وکړ چې په نتىجه کې ىې ۱۵ سرتېری خوشی شول.
تازه خوشی شوىو بندىانو، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې خوشی شوی، د زندان د شراىطو په اړه څه نه دی وىلی خو تر دې پخوا په چهاردرې ولسوالۍ او ځىنو نورو سىمو کې د طالبانو له بنده ازاد شوىو کسانو وىلی چې سخت ځورول شوی او هره
ورځ شکنجه کېدل. طالبانو د بندىانو ادعاوې رد کړې او هغه ىې د افغانستان د ملی امنىت د رىاست تبلىغات بللی دی. خو ملګری ملتونه هم تاىىدوی چې طالبان له بندىانو سره بد چلند کوی. د جون په مىاشت کې افغان کومانډو ځواک د طالبانو پر ۴ محبسونو حملې وکړې او لسګونه تنه ىې ورڅخه خوشی کړل.