روزنامه هیواد

پیاوړى ملی اقتصاد د خلکو په ژوند کې نېکمرغی راولی

دافغانستان جمهورریس محمد اشرف غنی دهېواد په مرکز او ولایتونو کې دسیاسی ګوندونو، ایتلافو او جریانونو له غړو،د مدنی ټولنو له فعالانو،ځوانانو، د ولایتی شوراګانو له غړو، روڼ اندو ، د قومی شوراګانو له غړو اونورو خلکو سره په جلاجلا غونډو، کنفرانسونو ، جرګو او لیدنوکتنو کې نه یوازې په هېواد کې دتل پاتې رښتینې اوسراسری سولې لوړ هدف ته درسېدلو اودغه راز دولسواکۍ دیوې سترې لاسته راوړنې په توګه د ټاکنو او دبیان د آزادۍ د ارزښتونو د لاځلولو همدارنګه اطلاعاتو ته دلاسرسی پرتحقق ټینګار کړى دى، همدارنګه یې دهېواد داقتصاد دپوره ودې لپاره د زعفرانو، سمنټو، غلودانو، تازه او وچو مېوو،غالیو او نورو کورنیو تولیداتو، صنایعو او محصولاتو پر لازیاتوالی اوبهرته د هغو پرصادراتو هم ټینګار کړى او ویلی یې دی چې دهغو په مرسته به له یوې خوا دیوې ډېرې حیاتی اومهمې اړتیا په توګه دهېواد اقتصاد پرغوړېدو او ځلېدو راشی او خلک به یې ډېر ژر د پرمختګ لوړو څوکو ته ورسېږی ،له بلې خوا به په هېواد کې د ولسواکۍ د ارزښتونو ځلېدو ته لاره پرنیستله شی او دهېواد وګړنى اوولسی نظام به لاپیاوړى کړی او د دیموکراسۍ دلوړو ارزښتونو په رڼا کې به پرخلکو دخلکو د حکومت کولو لپاره لاره پرانیزی. د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غنی غزنی، ننګرهار، هرات، کندهار، پکتیا، کندوز او نورو ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې د بلخ ولایت ته د وروستی سفر پر مهال د ابو علی سینا بلخی د ۳۶۰ بستریز روغتون د پرانیستلو او همدارنګه د دغه ولایت له ځوانانو، ښوونکو، دفاعی او امنیتی ځواکونو، له مدنی فعالانو او نورو خلکو سره د جلا جلا غونډو په ترڅ کې دیوې ډېرې مهمې اړتیا په توګه دهېواد داقتصاد دپوره ودې لپاره د ټاپی پروژې، د چابهار بندر او له چابهار بندر څخه تر هرات، ترکمنستان، تاجکستان او آن تر چینه پورې د ریل پټلۍ غځولو، د لاجوردو او ورېښمو د تاریخی لارو د رغولو او بېرته را ژوندی کولو، له افغانستان سره د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د هوایی سوداګریزو دهلېزونو په کار اچولو، د برېښنا د کاسا زر او داسې نورو سترو اقتصادی، بنسټیزو او اوږدمهالو پروژو د جوړولو لپاره د حکومت هڅو ته د ګوتې نیولو په ترڅ کې جوته کړه: د هند په هوایی دهلېز کې د افغانستان دولت ۸۰۰ زره ډالره پانګونه کړې او تېر کال افغان بزګرو د ۷۰ مىلىونو ډالرو په ارزښت محصولات صادر کړی دی.ده زىاته کړه: ترکىې او اروپا ته نوى هوایی دهلېز څه موده وړاندې پرانیستل شو، د افغانستان محصولاتو نړیوالو بازارونو ته لاره پىدا کړې جمهوررییس ووىل: زموږ اساسی موخه سعودی عربستان او متحد عربی امارات دی، چې له دې هېوادونو سره هم هوایی دهلېزونه جوړ شی او د مځکنی کورىدور په برخه کې له ټولو ستر بازار قزاقستان او روسىه دى، چې زموږ اساسی موخه د دې دوو بازارونو پرانىستل دی. جمهور رییس د کرنې او مالدارۍ وزارت او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې تمرکز مو باىد پر ځانګړو او هغو اقلامو وی ، چې افغانستان ىې له څو لسیزو راهىسې صادرات لری. که چېرې د افغانستان کرنىز پىداوارله نړیوالو مارکېټونو سره وصل شی د افغانستان د خلکو ژوند به په مراتبو ښه شی.جمهوررییس د ښار جوړولو له وزارت څخه وغوښتل، چې د معىاری سوپر مارکېټونو جوړولو ته لومړىتوب ورکړی،چې د بزګرانو د کرنىزو محصولاتو اخىستل آسانه او په هره برخه کې باىد د تولىدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو ادرس مشخص شی، ده د اوبو په مدىرىت ټىنګار وکړ او وې وىل: د اوبو په مدىرىت سره زموږ پىداوار څوچنده کېږی.پر کرنې عصری پانګونه نه ده شوې او کمه ده د کرنې وزارت او نور اړوند بنسټونه باىد د کرنې د اساسی موادو واضح طرحه جوړه او وړاندې کړی ،چې له مخې ىې د افغانستان د غنمو پر کرنه اعتبار او په دې برخه کې محصولات زىات شی.جمهوررییس غنی د خپلو خبرو په پاى کې دې ته په کتو،  چې د افغانستان د بڼ لرونکو او بزګرانو فکر بدلون کړى ووىل: متخصصین او بزګر دې سره ىوځاى شی او پالىسىو ته دې بدلون ورکړی، ځکه د هر بزګر او بڼوال جىب د افغانستان ملی پانګه ده. د اقتصاد پوهانو په اند که چېرې د افغانستان تېرو چارواکو هم په دغه هېواد کې د سترو اقتصادی بنسټیزو او اوږدمهالو پروژو د جوړولو لپاره د افغانستان د جمهور رییس پر پله پل ایښى واى او په دې برخه کې یې له خپل ټول ځواک څخه کار اخیستى واى، د سیندونو، کانی زېرمو او کرنیزو مځکو په ګډون یې له خداى راکړو بډایو او پرېمانو طبیعی زېرمو څخه د اعظمی ګټې اخیستنې لپاره په پوره جدیت، قاطعیت او صداقت سره په کلکه خپله ملا تړلې واى، نو اوس به افغانستان ګل او ګلزار واى، نه به په کې جنګ جګړې واى او نه به د خلکو فقر، بېکاری، ناداری، کډوالی او نورې سرګردانۍ ترسترګو کېدې او نه به د افغانستان خلک د پاکستان او ایران په څېر د سیمې او نړۍ نورو استعمارګرو، زبېښاکګرو، ښکېلاکګرو او نیواکګرو هېوادونو ته احتیاج او محتاج واى او اوس به د پرمختګ لوړو څوکو ته رسېدلى واى. رپوټونه وایی چې دافغانستان جمهوررییس غنی داقتصادی ودې لپاره اړوندو اداروته په کلکه سپارښتنه کړې ، چې هېواد ته دې له بهره د زعفرانو او سمنټو دراوارد ولو مخه ونیسی او د هغو پرځاى دى د کورنیو سمنټو او زعفرانو بازارموندنې ته زمینه برابره کړی اوله دې لارې دې دهېواد اقتصاد پرخپلو پښو ودرېږی چې په دې توګه به په هېواد کې دفقر او بېکاریو په څېر بدمرغیو ته دپاى ټکى کېښودل شی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید