روزنامه هیواد

پوهاند محمد رسول باوری :له معلولانو سره دې د زړه سوی پرځاى مرسته وشی

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت پرون د ( معلولیت  لرونکو کسانو د درناوی اوستاینې )  تر عنوان لاندې  یوه غونډه جوړه  کړه .  په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنر معیین پوهاند محمد رسول باوری په خبرو کې په هېوادکې  دمعلولیت لاملونه   په ګوټه کړل او ویې ویل چې تاوتریخوالی او جګړه دمعلولیت اساسی لاملونه دی چې له بده مرغه دوام لری . هغه زیاته کړه معلولیت باید تعریف شی  او په بېلابېلو نظرونوسره له معلولانو سره چلند وشی .  هغه وویل: یوشمېر کسان دهېواد اوخلکوددفاع لپاره دجګړې ډګر ته ورغلل اوخپل سرونه یې قربانی کړل او هم یوشمېر معلول شول . دهغوى باید قدر وشی له معلولانو سره زړه سوی ونه شی  بلکې له هغوى سره د مرسته وشی اودټولنې  افراد دې له معلولانوسره دټولنیز مسوولیت په درک سره ښه چلند وکړی . وروسته دمعلولانو په چارو کې دجمهوری ریاست سترسلاکار عمراخان منیب  هم په ټولنه کې دمعلولیت لرونکو کسانو دحالت او هم دهغوى په وړاندې دحکومت دژمنې په باب خبرې وکړې .  داطلاعاتواوفرهګ وزارت دبشری  منابعو رییس احمد ضیا نوری په دې غونډه کې په دولتی ادارو کې دمعلولانو د ګومارنې دمقررې دطرحې په باب  اوږدې خبرې وکړې . په همدې ترتیب محمد هاشم شارق په غونډه کې دحاضرو معلولانو په استازیتوب  خبرې وکړې او له دولت څخه  یې وغوښتل چې دمعلولانو ستونزو ته دې پاملرنه وشی . په پاى کې  پوهاندباوری یوشمېر معلولانو ته داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دستاینې لوحې ډالى کړې . درارسېدلو خبرونوله مخې، په افغانستان کې څه دپاسه یو مېلیون معلولان شتون لری او دځان په نسبت  له ټولنیز  چلند څخه کړېږی . له بده مرغه  په هېواد کې دجګړې په دوام او دهرې  ورځې په تېرېدوسره دمعلولانوشمېر زیاتېږی . باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید